ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان: تورکیه اوس د خپلو هوایي فضایي وسایلو جوړونکو هیوادونو په کتار کې شامله ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د دې سپوږمکۍ په توغولو سره به د تورکیې سپوږمکۍ د نړۍ د نفوس پوښښ له ۳.۵ میلیارده څخه ۵ میلیارده ته لوړه کړي.
د تورکیې ولسمشر اردوغان: تورکیه اوس د خپلو هوایي فضایي وسایلو جوړونکو هیوادونو په کتار کې شامله ده
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د هغو یواځې ۱۱ هېوادونو په ډله کې شامله شوې چې خپل مخابراتي سپوږمکۍ جوړولی شي.

اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل: "د TURKSAT 6A سپوږمه کۍ په  مرسته، چې موږ د ۸۴ سلنې داخلي امکاناتو نه په استفادې سره د ۸۰ سلنه څخه زیات ځايي او کورني کولو کچه ترلاسه کړې، تورکیه د هغو یواځې ۱۱ هېوادونو په ډله کې شامله شوې چې خپل مخابراتي سپوږمکۍ جوړولی شي."

اردوغان  په انقره کې د ترکسات په په مرکز کې د TURKSAT 6A د فعالیت د پیلولو په مراسمو کې وویل چې د دې سپوږمکۍ په توغولو سره به د تورکیې سپوږمکۍ د نړۍ د نفوس پوښښ له ۳.۵ میلیارده څخه ۵ میلیارده ته لوړه کړي.

هغه زیاته کړه چې TURKSAT 6A به لږ تر لږه د ۱۵ کلونو لپاره خدمت وکړي، او د TURKSAT لخوا د مخابراتي سپوږمکیو شمېر شپږ ته لوړ شوی، او په فضا کې د تورکیې د ټولو سپوږمکیو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.

اردوغان وویل چې نوې جیو سټیشنري مخابراتي سپوږمکۍ به د تلویزیوني خپرونو او بیړنیو مخابراتو په څېر خدماتو لپاره پراخه پوښښ برابر کړي.

"کله چې موږ د نړۍ پرمختګونو ته ګورو، موږ وینو چې د تورکیې لپاره یوه تاریخي فرصت پيل شوی دی. موږ د نړیوال سیستم کې د خپل حق ځای ته رسېدو ته  ډېر نږدې یو،"

"موږ د دې انقلابي پروژې له لارې یوه ملي او محلي مخابراتي سپوږمکۍ پلاتفورم ترلاسه کړی دی."

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله