نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په بنو ښار کې پر پوځي هډې ځانمرګی برید وشو
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند د بنو په ښار کې  پر پوځي هډې  ځانمرګی برید وشو. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې  برید کې، ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان په بنو ښار کې پر پوځي هډې ځانمرګی برید وشو
/ AP

د بنو پوځي  سیمه کې پرون د روژه ماتي پر مهال، چیرته چې ډیری پوځي دفترونه او کورونه موقعیت لري، ځانمرګي برید پکې وشو.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په بریدونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۰ کسان ټپیان شول.

چارواکو ویلي دي  چې هغه بریدګر چې هڅه یې کوله پوځي سیمې ته ننوځي هم په نښتو کې وژل شوي دي.

راپور ورکړل شوی چې د چاودنو د شدت له امله په سیمه کې د ځینو کورونو چتونه او دیوالونه نړیدلي او خلک د نړیدولو کورونو لاندې بند پاتې دي.

په داسې حال کې چې د نړېدولو کورونو  لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې دوام لري، اعلان شوی چې د بریدونو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې د دې برید غندنه کړې او ویلي دي "هغه بزدل ترهګر چې د روژې په مبارکه میاشت کې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي، د هیڅ ډول ترحم مستحق نه دي."

ویل کېږي چې پاکستاني طالبانو د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې متمرکز دي، چې له افغانستان سره پوله لري.

په دواړو ایالتونو کې، هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومي ډلو د حقونو د دفاع ادعا کوي، په پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې ډیری وختونه ملکي وګړو ته هم پکې درانده زیانونه اوړي.

که څه هم اسلام آباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې ځای پر ځای شوي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان اداره دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا ډیری بریدونه د بیلتون غوښتونکو بلوچو ډلو لخوا ترسره کیږي.دا ډلې د پاکستان د حکومت نه د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي