سوریه وايي چې په لاذقیه کې یې د داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړونکی ټیم شنډ کړ

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داعش اړوند یوې ترهګریزې ډلې غړي د هېواد په ساحلي سیمه کې د پلان شویو بریدونو تر ترسره کېدو مخکې نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

By
سوریه وايي چې په لاذقیه کې یې د داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړونکی ټیم شنډ کړ

سوریه وايي چې په لاذقیه کې یې د داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړونکی ټیم شنډ کړ

د سوریې یو چارواکی وايي، د داعش دوه ترهګر د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي او نور نیول شوي، په داسې حال کې چې د سوریې د استخباراتو یو افسر په جګړه کې سخت ټپي شوی دی.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داعش اړوند یوې ترهګریزې ډلې غړي د هېواد په ساحلي سیمه کې د پلان شویو بریدونو تر ترسره کېدو مخکې نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

د سوریې د عربي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې د لاذقیه د داخلي امنیت مشر برید جنرال عبدالعزیز هلال الاحمد د دوشنبې په ماښام وویل چې دا ډله "د شمالي لاذقیه په کلیوالي سیمو کې د بدروسیه په سیمه کې په يوه دقیق امنیتي عملیاتو کې په نښه شوې ده."

احمد زیاته کړه چې دغې ډلې د سوریې په ساحلي سیمه کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو پلان درلود .

هغه وویل چې د امنیتي ځواکونو او د داعش د غړو ترمنځ د نښتو پر مهال د دې ډلې دوه غړي وژل شوي او نور نیول شوي دي، بې له دې چې د نیول شویو کسانو شمېر څرګند کړي.

احمد همداراز وویل چې په دې نښتو کې د استخباراتو یو افسر سخت ټپي شوی دی.

د عملیاتو پر مهال د بېلابېلو وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم ضبط شوې ده.

د بشار الاسد له نسکورېدو وروسته، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې رامنځته شو، د سوریې نوې مشرتابه د امنیت د ټینګښت، اصلاحاتو د هڅولو، ټولنیزې همغږۍ د پیاوړتیا او له سیمه ‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ پر پراخولو تمرکز کړی دی.

اسد چې نږدې ۲۵ کاله یې پر سوریه واکمنۍ کړې وه، تېر ډسمبر روسیې ته وتښتېد او د بعث ګوند اوږدمهاله واکمني، چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې پر قدرت وه، پای ته ورسېده.

په جنورۍ کې د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ نوې انتقالي اداره جوړه شوه.