منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اروپایي چارواکو اسرائيل ته د لوېدیځې غاړې د الحاق پلانونو په اړه خبرداری ورکړی
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې نتنیاهو اشاره وکړه چې اسرائیل ممکن د لوېدیځې غاړې ځینې برخې الحاق کړي، او دا کار یې د برېتانیا، کاناډا او اسټرالیا له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندلو وروسته وباله.
اروپایي چارواکو اسرائيل ته د لوېدیځې غاړې د الحاق پلانونو په اړه خبرداری ورکړی
/ AA

اروپایي چارواکو اسرائيل ته د لوېدیځې غاړې د الحاق پلانونو په اړه خبرداری ورکړی

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې نتنیاهو اشاره وکړه چې اسرائیل ممکن د لوېدیځې غاړې ځینې برخې الحاق کړي، او دا کار یې د برېتانیا، کاناډا او اسټرالیا له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندلو وروسته وباله.

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی چې اروپایي چارواکو اسرائیل ته د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د برخو د الحاق کولو د اعلان شویو پلانونو په اړه سخت خبرداری ورکړی دی.

د یکشنبې په ورځ د اسرائیل د ۱۲ چینل د راپور له مخې، څو اروپایي چارواکو د اسرائیل حکومت ته وروسته له هغې یو توند پیغام لېږلی، چې هغوی د خپلې اشغال لاندې فلسطیني خاورې د برخو د الحاق کولو احتمال مطرح کړ.

چارواکو خبرداری ورکړ: "که بنیامین نتنیاهو او د هغه حکومت غواړي په منځني ختیځ کې هر هغه څه چې جوړ شوي دي، ویجاړ کړي، نو دوی به یې پایلې وګالي."

دا خبرداری د نتنیاهو د هغو څرګندونو وروسته وشو، چې په دې وروستیو کې یې اشاره کړې وه چې اسرائیل ممکن د برېتانیا، کاناډا او اسټرالیا له لوري د فلسطین دولت د په رسمیت پېژندلو د پرېکړو په ځواب کې د لوېدیځې غاړې سیمې الحاق کړي.

د قاتل نتنیاهو د دفتر له خوا په یو خپور شوي ویډیويي پیغام کې، نتنیاهو ادعا وکړه چې هغه هېوادونه چې فلسطین په رسمیت پېژني، "ترهګرۍ ته انعام ورکوي."

هغه ټینګار وکړ چې اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو مخه نیولې ده او ژمنه یې وکړه چې دې کار ته به دوام ورکړي.

نتنیاهو زیاته کړه او په ویاړ یې وویل چې اسرائیل لا دمخه د فلسطین په اشغال شویو ځمکو کې د ناقانونه یهودي مېشت ځایونو شمېر دوه چنده کړی دی او ژمنه یې وکړه چې د هغوی پراختیا ته به دوام ورکړي، او اعلان یې وکړ چې اسرائیل به د یوه فلسطیني دولت جوړېدو ته اجازه ورنکړي.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی