د ایران د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د کویټ دولتي کمپلکس ته دروند زیان اړولی

د کویټ پوځ ویلي، چې د دوی هوایي دفاع د دښمن توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګواښونو ته ځواب وايي، په داسې حال کې چې یوه ایراني برید په پلازمېنه کې دولتي او د تېلو تاسیساتو ته زیان اړولی دی.

By
د ایران د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د کویټ دولتي کمپلکس ته دروند زیان اړولی / AA

کویټي چارواکي وايي، ایراني بې پیلوټه الوتکو د دغه هېواد د برېښنا او اوبو د تصفیې پر دوو کارخونو برید کړی، چې له امله یې د پام وړ زیان اوښتی او د برېښنا تولید دوه واحدونه له کاره وتلي دي.

د کویټ پوځ ویلي، چې د دوی هوایي دفاع د دښمن توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګواښونو ته ځواب وايي، په داسې حال کې چې یوه ایراني برید په پلازمېنه کې دولتي او د تېلو تاسیساتو ته زیان اړولی دی.

کویټي چارواکو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران بې پیلوټه الوتکو د دغه هېواد د برېښنا او اوبو د تصفیې پر دوو کارخونو برید کړی، چې له امله یې د پام وړ مادي زیان اوښتی او د برېښنا تولید دوه واحدونه له کاره وتلي دي.

د کویټ پوځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "د کویټ هوایي دفاع دا مهال د دښمن توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګواښونو ته ځواب وايي."

پوځ زیاته کړې چې اورېدل شوې چاودنې د هوایي دفاعي سیسټمونو له لوري د بریدونو د شنډولو له امله وې.

د کویټ د مالیې وزارت ویلي، چې په کویټ ښار کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې یوه برید د وزارتونو دولتي کمپلکس ته درانه مالي زیانونه اړولي، خو مرګ ژوبله نه لري.

دغه وزارت ویلي، چې برید د شنبې په ورځ ناوخته په پلازمېنه کې د دغه کمپلکس پر ودانۍ شوی دی.

بېړنۍ ډلې او اړوند چارواکي سمدستي د تصویب شویو کړنلارو سره سم د پېښې د مدیریت لپاره لاس په کار شول.

د یکشنبې په ورځ د کارکوونکو لپاره کار له لرې ترسره شو، او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ به د احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره چارې په حضوري ډول بیا پیل شي.

سیمه ییز کړکېچ

په یوه بل خبر کې، د کویټ د پټرولیم کارپوریشن ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د شویخ د تېلو په سکتور کې اور لګېدلی، چېرته چې د تېلو وزارت او د هغه مرکزي دفترونه موقعیت لري.

په پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، او بېړنۍ او د اور وژنې ډلې د اور د کابو کولو لپاره کار کوي.

سیمه له هغه وخت راهیسې د لوړې کچې تیارسي په حالت کې ده، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اسراییلو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد ګډه جګړه پیل کړه.

دې جګړې تر اوسه د ایران د هغه وخت د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي په ګډون تر ۱۳۴۰ ډېر کسان وژلي دي.

ایران په ځواب کې پر اسرائیلو، او همدارنګه پر اردن، عراق او د خلیج پر هغو هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې لري، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

دغو بریدونو زیربناوو ته زیان اړولی او نړیوال بازارونه او هوایي چلند یې له خنډ سره مخ کړی دی.