نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
انګلستان،فرانسې او جرمني لخوا ایران ته خبرداری ، که اټومي مذاکرات پیل نکړۍ نوي بندیزونه په لاره دي
فرانسې، جرمني او برېتانيا ملګرو ملتونو ته ويلي چې دوی چمتو دي پر ايران بنديزونه بېرته ولګوي، که چېرې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړيوالې ټولنې سره خبرې اترې بېرته پيل نه کړي. دا خبره  د فاينانشیل ټايمز کړې ده.
انګلستان،فرانسې او جرمني لخوا ایران ته خبرداری ، که اټومي مذاکرات پیل نکړۍ نوي بندیزونه په لاره دي
/ Reuters

د انګلستان ، فرانسې او جرمني لخوا ایران ته خبرداری ، که اټومي مذاکرات پیل نکړۍ نوي بندیزونه په لاره دي.

فرانسې، جرمني او برېتانيا ملګرو ملتونو ته ويلي چې دوی چمتو دي پر ايران بنديزونه بېرته ولګوي، که چېرې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړيوالې ټولنې سره خبرې اترې بېرته پيل نه کړي. دا خبره  د فاينانشیل ټايمز کړې ده.

د E3 ډلې  د تهران لخوا د سمدستي اقدام د نه کولو په صورت کې د بهرنيو چارو وزيرانو ملګرو ملتونو ته په يو ليک کې د "سمدستي بنديزونو" د بيا لګولو ګواښ يادونه کړې.

وزيرانو په خپل ليک کې چې د فاينانشیل ټايمز لخوا ليدل شوی، ليکلي: "موږ دا روښانه کړې چې که ايران د ۲۰۲۵ کال د اګست تر پايه پورې د يوې ډيپلوماتيکې حل لارې لپاره تيار نه وي، يا د تمديد فرصت ونه کاروي، E3 د بنديزونو د بيا لګولو ميکانيزم فعالولو ته چمتو دي."

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې استدلال کوي تهران بايد اټومي وسلې ونه لري، په ۲۰۱۸ کال کې د خپل لومړي دورې پر مهال د ۲۰۱۵ کال د ايران اټومي تړون په يو اړخيز ډول پرېښود، که څه هم د تړون پلويانو ويل چې دا تړون اغېزناک و.

خو ايران ټينګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام يوازې د سوله ييزو موخو لپاره دی.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ