نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ اداره د دغه هېواد د غیرقانوني کډوالو د ټولنیز او ډله ییز اخراج  په موخه پر دې سټراټېژۍ هم غور کوي چې هغوی د وسله‌والو او ملکي بېړیو له لارې د منځنۍ او سویلې امریکا بېلابېلو هېوادونو ته لېږدوي.
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
 

د نیویارک ټایمز (NYT) ورځپاڼې د دوو باوري او غیر رسمي امریکايي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ټرمپ او امنیتي سلاکاران یې د نویو بدیلو لارو پلټنه کوي ترڅو غیرقانوني کډوال د خپلو زیږېدو اصلي سیمو ته بېرته ولېږدوي.

دغو اګاه سرچینو تایید کړې چې د امریکا واکمنه اداره د سمندري ځواکونو د لېږد-رالېږد ترڅنګ، د روزنیزو پوځي بېړیو او سترو سمندري کښتیو په مرسته غواړي غیرې قانوني کډوال دریم ګړو هیوادونو ته ولیږي.

د راپور له مخې، په دغو نویو سلا مشورو کې د کالیفورنیا کې د میشتې سمندري اکاډمۍ تر څار لاندې د ۵۰۰ فټه «ګولډن بېر»روزنیزه جګړه ییزه بېړۍ هم له تر ټولو ممکنه غوراویو نښه شوې ده.

سرچینو دا هم زیاته کړې چې د دفاع وزارت (پینټاګون) ځینو لوړپوړو نظامي مسوولینو د نویو کرایه کېدونکو سمندري اډو او امکاناتو په برخه کې په اروپا کې له هغو خصوصي سمندري کمپنیو سره لومړنۍ انضباطي اړیکې نیولې دي.

په همدې حال کې کارپوهانو او پوځي راپورونو د دغه عملیاتي موډل په اړه جدي استخباراتي او حقوقي خبرداری ورکړی دی:

د ایل سلوادور، هانډوراس او وینزویلا په څېر استوګنیزو ساحو ته بحري سفرونه کېدای شي څو اونۍ او ورځې وخت ونیسي او ملیونونه ډالر اضافي لګښت پر اډې راولي.

په روان لاره کې له عامه ناامنیو د مخنیوي، د پراخو وسله‌والو امنیتي ساتونکو او د نیول شوو کډوالو د استوګنې، خوړو او خوب لپاره صحي شرایط لا هم خورا جنجالي موضوع ده.

 

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .