نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
څو مهم لنډ خبرونه
ګوټریش د اکتوبر د اوومې د کلیزې په درشل کې په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه
څو مهم لنډ خبرونه
ګوتریش


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټریش د اکتوبر د اوومې نېټې د برید د درېیمې کلیزې په درشل کې خبرې کولې، په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

ګوټریش په یوه رسمي بیان کې وویل: "اوس د دې وخت دی چې اوربند دایمي شي. اوس د دې وخت دی چې په لویه کچه بشري مرستو اجازه ورکړل شي. او د دې وخت دی چې نړیوال قانون ته درناوی وشي."

ګوټریش ټینګار وکړ چې دا کلیزه باید یوازې د ویر په معنا نه وي: "پریږدئ چې دا کلیزه نه یوازې د ویر د یوه بل کال نښه وي، بلکې د یوه متفاوت راتلونکي د جوړولو لپاره د نوي هوډ استازیتوب هم وکړي: داسې راتلونکی چې په کې اسراییلیان او فلسطینیان د سولې او امنیت په فضا کې څنګ پر څنګ ژوند وکړي، او د دوی حقونه، وقار او هیلې پکې پوره شي."

د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، ایران باید د امریکا د غوښتنو پوره کولو او د دغه هېواد د اووه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو په ظرفیت کې "د پام وړ" کموالی راولي، که څه هم واشنګټن لا ډاډمن نه و چې تهران په خبرو اترو کې څنګه پرېکړې کوي.

وینس وویل: "که تاسو اټومي وسله نه غواړئ، نو ولې ۶۰ سلنه غني شویو سون توکو ته اړتیا لرئ؟ او که غواړئ چې د اټومي وسلې نه جوړولو ته خپله ژمنتیا وښایاست، نو په لوړه کچه غني شوي سون توکي مه تولیدوئ. دا یوه ډېره بنسټیزه مسله ده."

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم که دوی وغواړي چې د اټومي وسلې نه جوړولو ژمنتیا وښيي، نو دوی به د خپل غني کولو د ظرفیت په اړه کوم د پام وړ ګام پورته کړي."

د امریکا یوې لوړ پوړې سناتورې په یونان کې د امریکا د سفیرې په اړه د عاجلو څیړونو غوښتنه وکړه.
د امریکا د متحده ایالاتو سناتورې جین شاهین په یونان کې د امریکا د سفیرې کمبرلي ان ګیلفویل د کړنو په اړه د بېړنۍ پلټنې غوښتنه کړې، او له اتن سره تړلې د سوداګریزې لابي ګرۍ او سیاسي کارونو یوه ناوړه شبکه یې افشا کړې ده.

یونان ته د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له سفر مخکې په یوه استول شوي رسمي لیک کې، د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړ پوړې غړې شاهین، خبرداری ورکړی چې د یونان خصوصي سوداګریزو ګټو او معاش اخیستونکو د امریکا لوړ پوړې ډیپلوماسۍ ته غیرې قانوني  لاسرسی موندلی دی.

ه ټوله فرانسه کې د ښوونځیو د وضعیت پر سر یو پر څلورمه برخه ملیون (۲۵۰ زره) لاریون کوونکو مظاهرې وکړې

د سه شنبې په ورځ په ټوله فرانسه کې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان سړکونو ته راووتل، کله چې اتحادیې او ښوونکي د لېسو له زده کوونکو سره یوځای شول او د زده کړې د غوره شرایطو غوښتنه یې وکړه. دا لاریونونه وروسته له امنیتي ځواکونو سره په وقفه یي نښتو بدل شول.

د سپتمبر له وروستیو راهیسې، د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ زده کوونکو د سلګونو لېسو دروازې تړلې دي. دوی د ښوونکو د کمښت، د درسي مهالوېش د ډېروالي، زړو ټولګیو او هغو ودانیو څخه شکایت کوي چې د تودوخې د لوړېدو په وړاندې مقاومت نشي کولی.

میسي له یوې په زړه پورې وروستۍ لوبې وروسته په اوښکو سره له ارجنټاین سره مخه ښه وکړه

لیونل میسي په ابي او سپین رنګ جامو کې وروستۍ عالي لوبه ترسره کړه، ځکه د ارجنټاین لوبډلمشر پر بنین د ۳-۰ دوستانه بریا په ترڅ کې د یوه ګول په وهلو او دوو نورو په برابرولو سره خپلې ۲۱ کلنې حیرانوونکې نړیوالې دندې ته د پای ټکی کېښود.

د سه شنبې په ورځ په مونیومنتال (Monumental) له ګڼې ګوڼې ډک لوبغالي کې د څه باندې ۸۵ زره مینه والو پر وړاندې د دې ۳۹ کلن ستوري وروستۍ ننداره تر ډېره د فوټبال په اړه نه، بلکې ملي لوبډلې ته د میسي د خدمتونو یوه ملي لمانځنه وه.

 

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود