منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران د امریکا د جټ الوتکې د ویشتو ادعا کوي، د پیلوټ د نیولو لپاره انعام اعلان کړ.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ادعا کړې چې د هېواد په مرکزي برخو کې یې د امریکا یوه F-35 جټ الوتکه ویشتلې او راغورځولې ده.
ایران د امریکا د جټ الوتکې د ویشتو ادعا کوي، د پیلوټ د نیولو لپاره انعام اعلان کړ.
ایران د امریکا د جټ الوتکې د ویشتو ادعا کوي، د پیلوټ د نیولو لپاره انعام اعلان کړ. / TRT Balkan


د ایران رسنۍ راپور ورکوي چې امریکا د یوې ویشتل شوې F-35 جنګي جټ الوتکې د پیلوټ د لټون او ژغورنې لپاره څو بلک هاک  چورلکې او یوه هرکولیس ۱۳۰ (Hercules 130) الوتکه استولي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ادعا کړې چې د هېواد په مرکزي برخو کې یې د امریکا یوه F-35 جټ الوتکه ویشتلې او راغورځولې ده.

په ورته وخت کې، د ایران دولتي ټلویزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې هر څوک چې پیلوټ ژوندی ونیسي او چارواکو ته یې وسپاري، انعام به ورکړل شي.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ایران کې د امریکا یوه جنګي جټ الوتکه راغورځول شوې او د عملې د موندلو لپاره یې لټون روان دی.

دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، نور جزئیات ورنکړل. پنټاګون او د امریکا مرکزي قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایکسیس (Axios) راپور ورکړی چې د امریکا یوه جنګي جټ الوتکه د ایران له خوا راغورځول شوې ده.

ایکسیس د ایراني رسنیو او یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي، که دا خبره تایید شي، نو دا به د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل وي چې د امریکا یوه جټ الوتکه د "دښمن" په ډزو راغورځول کېږي.

دا دوهم ځل دی چې ایران د امریکا د F-35 الوتکې د راغورځولو ادعا کوي، د دې ترڅنګ یې د فبرورۍ په وروستیو کې د جګړې له پیل راهیسې د امریکا د نورو جنګي جټ الوتکو د راغورځولو ګڼې ادعاوې هم کړې دي.

تر دې مخکې، ایراني دولتي رسنیو داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې وې چې ادعا کېږي د الوتکې د غورځېدو له ځایه دي، چې په کې د الوتکې ځینې برخې او له پیلوټ سره د ځان ژغورنې یوه چوکۍ هم ښکاري.

د انځورونو پر بنسټ د کارپوهانو لومړنۍ ارزونې ښيي چې ښايي دا الوتکه F-15 جنګي جټ وي.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې پوځ د هغې امریکايي جنګي الوتکې د پیلوټ د موندلو لپاره لټون پیل کړی چې د هوايي دفاعي سیسټم له خوا په نښه شوې ده.

فارس اژانس ویلي: "پوځي ځواکونو د هغه امریکايي جنګي پیلوټ د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي چې نن وویشتل شو."

ایراني رسنیو دا راپور هم ورکړی چې امریکايي ځواکونو د راغورځول شوې F-35 جنګي جټ الوتکې د پیلوټ د لټون او ژغورنې لپاره څو بلک هاک چورلکې او یوه هرکولیس ۱۳۰ الوتکه استولې ده.

د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس پر خپل ټیلیګرام چینل د نامعلومو سرچینو په حواله ادعا کړې چې د امریکايي ځواکونو هڅې "ناکامې" وې.

یوې سیمه ییزې ټلویزیوني شبکې هم داسې ویډیو خپره کړې چې ویل کېږي د راغورځول شوې امریکايي جټ الوتکې پاتې شوني دي.

یادې شبکې ویلي چې دا الوتکه د ایران په مرکزي برخه کې په نښه شوې او ښايي د پولیسو د یوې اعلامیې له مخې د "کهګیلویه او بویراحمد" په ولایت کې راغورځېدلې وي.

په اعلامیه کې د سیمې پر اوسېدونکو غږ شوی چې د پیلوټ یا پیلوټانو په لټون کې برخه واخلي او د هر امریکايي سرتېري د نیولو لپاره یې د انعام وړاندیز هم کړی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ د ایران هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې یې د امریکا یوه جنګي الوتکه راغورځولې ده.

دا رد ځواب وروسته له هغه راغی چې د ایران سپاه پاسداران وویل چې د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې یې د "دښمن" یوه جنګي الوتکه راغورځولې ده.

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې اسرائيلو او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل.

ایران د اسرائيلو، اردن، عراق او هغو خلیجي هېوادونو په نښه کولو سره چې د امریکا پوځي مرکزونه په کې دي، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو ځوابي بریدونه کړي، چې د مرګ ژوبلې او زیربنايي زیانونو لامل شوي، په داسې حال کې چې نړیوال بازارونه او هوايي چلند یې هم ګډوډ کړی دی.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله