منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران په هرمز کې د جنوبي کوریا پر کښتۍ برید کې لاس لرل 'په کلکه رد کړل'
په سیول کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ په هغې پېښه کې د تهران د وسله والو ځواکونو هر ډول لاس لرل رد کړل، چې له امله یې د هرمز په تنګي کې د جنوبي کوریا یوې کښتۍ ته زیان اوښتی و.
ایران په هرمز کې د جنوبي کوریا پر کښتۍ برید کې لاس لرل 'په کلکه رد کړل'
ایران په هرمز کې د جنوبي کوریا پر کښتۍ برید کې لاس لرل 'په کلکه رد کړل' / Reuters


د پاناما بیرغ لرونکې 'اېچ اېم اېم نامو' کښتۍ د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نږدې د لنګر اچولو پر مهال زیانمنه شوې وه.

په سیول کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ په هغې پېښه کې د تهران د وسله والو ځواکونو هر ډول لاس لرل رد کړل، چې له امله یې د هرمز په تنګي کې د جنوبي کوریا یوې کښتۍ ته زیان اوښتی و.

په یوې اعلامیې کې، سفارت ویلي چې "د هرمز په تنګي کې د کوریا یوې کښتۍ ته د زیان اوښتو په پېښه کې د ایران د وسله والو ځواکونو د لاس لرلو په اړه هر ډول تورونه په کلکه او قاطعیت سره ردوي."

سفارت ویلي چې ایران "د متحده ایالاتو او اسرائیلي رژیم له لوري د یرغلګرو اقداماتو" له پیل راهیسې په وار وار ټینګار کړی چې د هرمز تنګی "د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې د مقابلې لپاره د خپلې دفاعي جغرافیې یوه نه بېلېدونکې برخه" جوړوي.

دې اعلامیې زیاته کړې چې په دې ستراتیژیکه اوبلاره کې "د کښتۍ چلونې شرایط د بدلېدونکي امنیتي وضعیت له امله اغېزمن شوي دي،" او د "دښمنو ځواکونو او د هغوی د متحدینو" له خوا رامنځته شوي زیات کړکېچ ته یې اشاره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې له تنګي څخه خوندي تېرېدل "له پلي کېدونکو مقرراتو سره بشپړې پابندۍ" او له ایراني چارواکو سره همغږۍ ته اړتیا لري.

ایران همدارنګه هغه څه بیا تایید کړل چې د "نړیوالو قوانینو او مقرراتو سره سم، په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب او امنیت تضمینولو ته خپله ژمنتیا" یې بللې ده.

د جنوبي کوریا یونهپ خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د هرمز په تنګي کې د پاناما بیرغ لرونکې بار وړونکې کښتۍ 'اېچ اېم اېم نامو' کې د یوې چاودنې له امله رامنځته شوې اورلګېدنه پرته له کوم ځاني زیان مړه شوې وه.

د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې کښتۍ د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نږدې لنګر اچولی و.

په کښتۍ کې سپاره ټول ۲۴ تنه عمله، چې ۶ یې د جنوبي کوریا او ۱۸ یې بهرني وګړي وو، روغ رمټ تایید شوي دي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اورلګېدنه د دوشنبې په ورځ د ځايي وخت شاوخوا ۸:۴۰ بجې (۱۱۴۰GMT) رامنځته شوه.

امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه وکړل، چې د تهران له لوري په خلیج کې د اسرائیلو او د امریکا پر شتمنیو د ځوابي بریدونو او همدارنګه د هرمز په تنګي کې د خنډونو لامل شول.

د پاکستان په منځګړیتوب د اپرېل په اتمه یو اوربند نافذ شو، خو په اسلام اباد کې خبرو ونه شو کړای چې یوه دایمي هوکړه رامنځته کړي. وروسته دا اوربند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري له کومې ټاکلې نېټې پرته وغځول شو.

د اپرېل له ۱۳مې راهیسې، امریکا په دې ستراتیژیکه اوبلاره کې یوه سمندري کلابندي لګولې ده چې د ایران سمندري تګ راتګ په نښه کوي.

 

وپلټۍ
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بدخشان کې د سروزرو د کان دوه تنه کانکیدونکي مړه او ګڼشمیر نور ټپیان شوي
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې امنیتي خبرې کولی شي ناټو کمزورې او اروپا وګواښي .
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ