نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ د فدرالي ریزرف  یا مرکزي بانک څخه د ليدنې پر مهال، د جيروم پاول سره يې شخړه وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فدرالي ریزرف یا مرکزي بانک مشر جیروم پاول په واشنګټن، ډي ‌سي کې د مرکزي بانک د روانو ترمیماتي کارونو د لګښتونو په اړه له یو بل سره شخړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د فدرالي ریزرف  یا مرکزي بانک څخه د ليدنې پر مهال، د جيروم پاول سره يې شخړه وکړ
/ AP

د امریکا ولسمشر ټرمپ د فدرالي ریزرف  یا مرکزي بانک څخه د ليدنې پر مهال، د جيروم پاول سره يې شخړه وکړه.

د امریکا ولسمشر او د فدرالي ریزرف یا مرکزي بانک  رئیس د مرکزي بانک د واشنګټن مرکزي دفتر د بیارغونې د لګښت په اړه مخامخ شخړه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فدرالي ریزرف یا مرکزي بانک مشر جیروم پاول په واشنګټن، ډي ‌سي کې د مرکزي بانک د روانو ترمیماتي کارونو د لګښتونو په اړه له یو بل سره شخړه کړې ده.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ دا موضوع څيړو، او داسې ښکاري چې دا شاوخوا ۳.۱ میلیارد ډالره دي. دا یو څه ډېر زیات شوي دي. نو هغه ۲.۷ (میلیارده) وو چې اوس ۳.۱ (میلیارده) شوي دي." د ټرمپ د دې څرګندونو پر مهال، پاول خپل سر وخوځاوه چې ښایي د ولسمشر له ادعا سره یې ښکاره مخالفت وښود.

پاول په ځواب کې وویل: " زه له دې څخه خبر نه یم "، او څرګنده یې کړه چې ښایي ټرمپ هغه ټولیز لګښتونه یاد کړي وي چې د فدرالي ریزرف یا مرکزي بانک  د ویلیام مک‌چېزني مارټین جونیئر ودانۍ ترمیم هم پکې شامل دی، چې ترمیمات یې په ۲۰۲۱ کال کې بشپړ شوي، سربېره پر هغو دوو ودانیو چې دا مهال تر جوړېدو لاندې دي.

پاول وویل: "تا یوه درېیمه ودانۍ هم پکې اضافه کړې ده. دا هماغه درېیمه ودانۍ ده."

ټرمپ وویل: "هو، زه پوهېږم، خو دا یوه ودانۍ ده چې جوړېږي."

د فدرالي ریزرف یا مرکزي بانک  مشر په ځواب کې وویل: "نه. دا پنځه کاله مخکې جوړه شوې ده. موږ پنځه کاله مخکې مارټین بشپړ کړ."

د واک جګړه

دا مهال، د فیډ د مارینر ایس ایکلس ودانۍ او د ۱۹۵۱ کانسټیټوشن ایونیو ودانۍ تر ترمیم لاندې دي. دواړه ودانۍ په ۱۹۳۰ لسیزه کې جوړې شوې وې، او که څه هم جیروم پاول د نږدې سلو کلونو زړو ودانیو د ترمیم پر مهال د لګښتونو له زیاتوالي سره موافق دی، خو ټینګار یې کړی چې دا ودانۍ سختو نوي کولو ته اړتیا لري. همدغه اړتیا د دې لامل شوه چې د فدرالي ریزرف بورډ په ۲۰۱۷ کال کې د دغو ودانیو د بشپړ ترمیم پلان تصویب کړي.

پاول تېره اوونۍ د بودیجې او مدیریت د دفتر رئیس راسل ووټ ته په یو لیک کې ولیکل:

"دواړه ودانۍ د جدي ساختماني ترمیماتو او نورو نوو جوړښتونو ته  اړتیا لرله، څو دغه ودانۍ خوندي، سالمې او د کار لپاره مؤثرې شي  چې پکې د اسبستوس او سرب د ککړتیا لرې کول، زوړ شوې سیستمونه لکه برېښنا، پایپونه، تودوخه، هوا کشونو، او همدارنګه د اور کشف او کنټرول سیستمونه بشپړ بدلول شامل دي."

تمه ده چې د ایکلز او کانسټیټوشن ایونیو د ودانیو ترمیمي کارونه به تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړ شي.

ټرمپ او د هغه سیاسي متحدانو هڅه کړې چې د لګښتونو دا زیاتوالی د جیروم پاول پر ضد د یوه سیاسي وسیلې په توګه وکاروي، په داسې حال کې چې پاول د ولسمشر له غوښتنو سره، چې غواړي سودونه راکم شي، تر اوسه موافقه نه ده کړې. پاول اندېښنه لري چې د سود کمول به د تورم (انفلاسیون) کچه نوره هم لوړه کړي — په داسې حال کې چې د ټرمپ د تعرفو جګړې اقتصادي اغېزې لا هم نامعلومې دي.

پاول په ۲۰۲۴ کال کې درې ځله سودونه راکم کړل، خو اوس یې مهم لنډمهاله سود نرخ ۴.۳٪ ټینګ ساتلی دی.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.