د غزې جګړه
4 د لوستلو دقیقې
د ۱۳ هیوادونو د پارلمان مشرانو د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو پر ضد خپل غږونه پورته کړل
د ۱۳ هېوادونو د پارلمان مشرانو چې د جمعې په ورځ په استانبول کې د فلسطین د ملاتړ لپاره د پارلمانونو د ډلې په غونډه کې راټول شوي وو، د تیرو ۱۸ میاشتو راهیسې د اسرائیلو لخوا پر غزې روان بریدونه وغندل .
د ۱۳ هیوادونو د پارلمان مشرانو د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو پر ضد خپل غږونه پورته کړل
Indonesian Parliament Speaker Puan Maharani underlined that what Palestine needs most is justice, and pointed out that parliaments must be part of the solution within the scope of their authority. / AA

دوی له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د تل ابیب بریدونه د مخنیوي او ددې ظلم او وحشت د درولو لپاره هر څه ژر مداخله وکړي.

د مالیزیا د پارلمان مشر تان سري داتو جوهري بن عبدال وویل چې هېواد به یې د فلسطین د خپلواکۍ او حاکمیت لپاره خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي او د ملکي وګړو وژنه یې وغندله.

بن عبدال زیاته کړه چې د مالیزیا لپاره فلسطین یوازې د بهرني سیاست موضوع نه ده، بلکې دا د انسانیت، وجدان او پوهاوي مسله ده.

د پاکستان د پارلمان مشر سردار ایاز صادق ټینګار وکړ چې د فلسطین موضوع سیاسي مسله نه ده، بلکې د وجدان یو ازموینه ده، او زیاته یې کړه چې د فلسطیني خلکو څخه د عدالت، آزادۍ او عزت احساس اخیستل شوی دی.

صادق یادونه وکړه چې اسرائیل د بشري مرستو کاروانونه بندوي، په قصدي توګه سیمه بمباروي او د بشري مرستو د سازمانونو کارکوونکي وژني.

د اندونیزیا د پارلمان مشرې پوان مهاراني په ډاګه کړه چې فلسطین ته تر ټولو ډېر  عدالت  ته اړتیا لري، او زیاته یې کړه چې پارلمانونه باید د خپلو واکونو په چوکاټ کې د حل یوه برخه وي.

مهاراني وویل چې د پارلمان غړي د چوپ پاتې کېدو انتخاب  نه لري، او د دوی مسؤلیت یوازې د خپلو خلکو پر وړاندې نه دی، بلکې د عدالت، انسانیت او سولې لپاره هم دی.

د اسپانیا د پارلمان مشرې ارمنګول سوسیاس په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې روان وضعیت "د بشریت پر وړاندې جنایت" ګڼل کېږي.

هغې زیاته کړه: "د دوه میاشتني اوربند وروسته، اسرائیل اوربند مات کړ او د غزې خلکو بمبارول یې بیا پیل کړل، نور ماشومان یې ووژل، روغتیايي مرکزونه یې ویجاړ کړل او د مرستندویه کارکوونکو امبولانسونه یې والوزول. دا وژنه اوس په یوه نه زغمل کېدونکي کچه رسېدلې ده."

سوسیاس د "معافیت" د کلتور د نړیوال خپرېدو د پای ته رسېدو اړتیا په ګوته کړه او یادونه یې وکړه چې اسپانیا د فلسطین دولت او د ۱۹۶۷ کال پولې په رسمیت پېژني.

هغې ټینګار وکړ چې فلسطینیان کولی شي د اسپانیا بشپړ ملاتړ ته ډاډه وي، او زیاته یې کړه چې دا ناعادلانه وضعیت او د بشري حقونو او نړیوال قانون ښکاره سرغړونې باید سمدستي ودرول شي.

د اذربایجان د پارلمان مرستیال علي احمدوف په ډاګه کړه چې اذربایجان، چې د ۳۰ کلونو اشغال او قومي پاکونې تجربه لري، هر ډول تبعیض، د بشري حقونو سرغړونې، قومي پاکونې، اشغال او د بې ګناه خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی غندي.

هغه د غزې په بشري بحران او د زرګونو بې ګناه خلکو په مرګ ژوبله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د خوړو، اوبو او روغتیايي خدماتو نشتوالي خلک د لوږې سره مخ کړي دي.

احمدوف وویل چې د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو ناتوانۍ وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

هغه د اوربند د جوړېدو او بشپړ تطبیق لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ.

هغه د فلسطین د خپلواکۍ لپاره د اذربایجان ملاتړ بیا تایید کړ او یادونه یې وکړه چې په باکو کې د فلسطین سفارت له ۱۴ کلونو راهیسې فعالیت کوي.

احمدوف وویل: " د سیمې د سولې او ثبات لپاره دا اړینه ده چې د فلسطین خلک په خپل هېواد کې په عزت او امنیت کې ژوند وکړي."

هغه ټینګار وکړ چې اذربایجان د اسرائیلو-فلسطین د موضوع د حل یوازینۍ عملي لاره د نړیوال قانون او اړوندو ملګرو ملتونو د پرېکړو په چوکاټ کې ګوري، چې ختیځ بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه وي او د دوه دولتونو حل رامنځته شي.

احمدوف زیاته کړه چې اذربایجان د اسلامي همکاریو د سازمان د غړي په توګه د غزې له خلکو سره خپله څرګنده همدردي اعلانوي.

 

وپلټۍ
اسرائيلو په غزه کې د اوربند په وروستیو سرغړونو کې درې فلسطینیان ووژل
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
د اسرائيلو پوځ  په طولکرم او نور شمس کمپونو کې خپل پوځي بریدونه او اشغال د جولای تر پایه وغځاوه
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله
د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې  تازه بریدونه کړي
ټرمپ: حماس او اسرائیل د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي
حماس د ټرمپ د غزې د اوربند پلان په اړه غور کوي، ځواب به یې ډېر ژر ورکړل شي
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره  د فلسطین اوبو ته ورسېده
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي