د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی، سیف الاسلام قذافي، د وژل کیدو راپور ورکړ شوی دی.
د قذافي کورنۍ ته نږدې سرچینو، د هغه وکیل خالد الزیدي او د لیبیا رسنیو ویلي چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی، ۵۳ کلن سیف الاسلام قذافي، وژل شوی دی.
د هغه وکیل خالد الزیدي او سلاکار عبدالله عثمان ویلي، چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی د لیبیا په لویدیځ ښار زنتان کې وژل شوی دی.
د قذافي کورنۍ ته نږدې سرچینو، د هغه وکیل خالد الزیدي او د لیبیا رسنیو ویلي چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی، ۵۳ کلن سیف الاسلام قذافي، وژل شوی دی.
د هغه سلاکار عبدالله عثمان هم د سې شنبې په ورځ ناوخته د هغه مړینه تایید کړه.
د لیبیا رسنیو راپور ورکړی چې دا وژنه د هغه په استوګنځي کې د څلورو ناپېژانده کسانو له خوا ترسره شوې ده، او زیاته کړې یې ده چې له برید مخکې په سیمه کې څارونکې کمرې غیر فعالې شوې وې.
د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې، د لیبیا د لویې څارنوالۍ دفتر د دې وژنې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د سیف الاسلام د وژنې په اړه جزئیات لا هم روښانه نه دي، او د لیبیا چارواکو تر اوسه په رسمي توګه دا خبر نه دی تایید کړی.
د قذافي د دورې پخواني ویاند، موسی ابراهیم، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "هغوی هغه په غدارۍ سره وواژه، په داسې حال کې چې هغه د ټولو خلکو لپاره یو متحد، خپلواک او خوندي لیبیا غوښتل... هغوی هیله او راتلونکی ترور کړ، او کرکه او دښمنۍ ته لمن ووهله."
د هغه د ترور په اړه، ابراهیم وویل: " د سیف الاسلام د وژنې موخه نوره وینه تویونه، د لیبیا وېش او د ملي یووالي د هرې پروژې له منځه وړل دي، ترڅو په هېواد کې د بهرنیانو ګټې خوندي شي."
د لیبیا خبري اژانس د ملي یووالي حکومت د دفاع وزارت اړوند '۴۴۴مې لوا' له قوله لیکلي چې دوی په 'کلکه' هغه اوازې ردوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د زنتان په ښار کې د شوو نښتو او د سیف الاسلام د وژنې له خبر سره د دوی د تړاو په اړه خپرېږي.
په ۲۰۱۱ کال کې د هغه وسله وال انقلاب پر مهال له نیول کېدو وروسته چې پلار یې له واکه وغورځاوه، سیف الاسلام د زنتان په ښار کې ژوند کاوه، چې له پلازمېنې طرابلس څخه ۱۳۶ کیلومتره (۸۵ میله) سوېل لویدیځ ته پروت دی، خو په ۲۰۱۷ کال کې له خوشې کېدو وروسته هم هیچا د هغه ځای په عامه توګه نه پېژانده.
که څه هم سیف الاسلام په دغه شمالي افریقايي هېواد کې ښه پېژندل شوی، په ځانګړي توګه له ۲۰۱۱ کال مخکې د پالیسۍ په جوړولو کې د خپل رول له امله، خو په وروستیو کلونو کې یې په عامه محضر کې شتون کم شوی و.
په ۲۰۱۵ کال کې، یوې لیبیايي محکمې سیف الاسلام د ۲۰۱۱ کال د انقلاب پر مهال د سوله ییزو لاریونونو د ځپلو په تور په غیاب کې د مرګ په سزا محکوم کړ، هغه انقلاب چې د هغه د پلار واکمني یې پای ته ورسوله.
په ۲۰۲۱ کال کې، سیف الاسلام د ډسمبر میاشتې ټاکنو لپاره ځان د ولسمشرۍ نوماند په توګه ثبت کړ، خو دا ټاکنې بالاخره د سیاسي کړکېچ له امله لغوه شوې.