پولنډ د جعلي ډیپلوم د پلټنې له امله په فرانسه کې د خپل سفیر دنده وځنډوله

د پولنډ بهرنیو چارو وزارت ویاند ماکیج ویویر د چهارشنبې په ورځ د دولتي خبري اژانس PAP ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي پریکړه وکړه چې سفیر تر هغه وخته پورې له دندې ګوښه کړي چې ټول شکونه حل شي.

By
پولنډ د جعلي ډیپلوم د پلټنې له امله په فرانسه کې د خپل سفیر دنده وځنډوله

پولنډ د جعلي ډیپلوم د پلټنې له امله په فرانسه کې د خپل سفیر دنده وځنډوله

پولنډ په موقت ډول په فرانسه کې خپل سفیر له دندې ګوښه کړ ځکه چې پلټونکي د یوه خصوصي پوهنتون سره د جعلي ماسټري درجې ادعاوې څېړي.

پولنډ د جعلي ډیپلوم د روانې پلټنې په ترڅ کې په موقتي ډول په فرانسه کې خپل سفیر یان ایمېرېک روشچېشېفسکي له دندې ګوښه کړی دی.

د پولنډ بهرنیو چارو وزارت ویاند ماکیج ویویر د چهارشنبې په ورځ د دولتي خبري اژانس PAP ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي پریکړه وکړه چې سفیر تر هغه وخته پورې له دندې ګوښه کړي چې ټول شکونه حل شي.

ویویر PAP ته وویل: «د بهرنیو چارو وزارت د خدماتو یا د عدلي نظام پر کړنو تبصره نه کوي. سفیر د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې خپله دنده پیل کړې وه. د روان وضعیت له امله، هغه ځان د وزیر واک ته سپارلی دی.»

PAP  د Goniec.pl وېب ‌سایټ په حواله څرګنده کړه چې روشچېشېفسکي د سه ‌شنبې په ورځ د مرکزي فساد ضد ادارې له خوا ونیول شو، دا د هغو پلټنو برخه ده چې د کالجیم هیومنم (Collegium Humanum)  په نوم د یوه خصوصي مدیریت پوهنتون څخه د جعلي ماسټري سند د ترلاسه کولو په تړاو روانې دي.

'هیڅکله' پوهنتون ته نه دی تللی

دغه بنسټ تورن دی چې چټک، لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونه یې پرمخ وړل، چې ګډونوالو ته یې اجازه ورکوله پرته له دې چې معیاري علمي شرطونه پوره کړي، د څارونکو شوراګانو غړیتوب او په دولتي شرکتونو کې لوړې دندې ترلاسه کړي.

 PAP ټینګار وکړ: «د روشچېشېفسکي په قضیه کې، ادعا شوې درغلۍ دا وه چې هغه د بانک پوکزټووي د څارونکي بورډ د غړي په توګه دنده ترسره کولو لپاره د ماسټرۍ سند کارولی، دا بانک د Poczta Polska (دولتي پوستي خدمت) یوه فرعي اداره ده.»

روشچېشېفسکي دولتي خبري اژانس ته په یوه بیان کې وویل چې هغه هېڅکله په کالجیم هیومنم (Collegium Humanum)  کې زده ‌کړه نه ده کړې او د دغه پوهنتون نه دی فارغ، او زیاته یې کړه چې د «پراخو توضیحاتو» له ورکولو وروسته خوشې شو.

هغه وویل: «زه له څارنوالۍ دفتر سره د بشپړې همکارۍ اعلان کوم او هیله لرم چې دا موضوع ژر تر ژره حل شي.»