په نیپال کې د مسافر وړونکي بس سیند ته د لوېدو له امله ګڼ شمېر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د نیپال د وسله والو پولیسو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ په ګرینویچ وخت د ماښام په ۷:۴۵ بجو رامنځته شوې ده.

By
په نیپال کې د مسافر وړونکي بس سیند ته د لوېدو له امله ګڼ شمېر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. / AP

ژغورونکي هڅه کوي د مړو شویو کسانو هویت معلوم کړي، په داسې حال کې چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کله چې یو مسافر وړونکی بس د پوخارا له ښار څخه د نیپال پلازمېنې کټمنډو ته روان و، د ډاډینګ په سیمه کې د تیشولي سیند ته ولوېد، چې له امله یې لږترلږه ۱۷ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

د نیپال د وسله والو پولیسو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ په ګرینویچ وخت د ماښام په ۷:۴۵ بجو رامنځته شوې ده.

د یاد ځواک ویاند، ویشنو پرساد بټا، وویل چې د ټولو امنیتي ارګانونو ګڼ شمېر پرسونل په سیمه کې ژغورنې ته دوام ورکوي. ژغورونکي هڅه کوي چې د مړو شویو کسانو هویت تثبیت کړي او ټپیان نږدې روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د پېښې لامل سمدستي روښانه نه دی. په نیپال کې چې یو غرنی هېواد دی، د کمزورو زیربناوو، زړو وسایطو او خطرناکو لارو له امله د سړک پېښې ډېرې رامنځته کېږي.