متحده امارات : له ایران څخه راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۵ بې پیلوټه الوتکې مو شنډې کړې

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له ایران څخه راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۵ بې پیلوټه الوتکې (ډرون) یې په هوا کې شنډې او له منځه وړي دي.

By
متحده امارات : له ایران څخه راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۵ بې پیلوټه الوتکې مو شنډې کړې / Reuters

د یاد وزارت په رسمي ټویټر (X) پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "زموږ دفاعي سیسټمونو په بریالیتوب سره ۷ بالستیک توغندي او ۱۵ ډرون الوتکې چې له ایران څخه راغلې وې، له منځه وړي دي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران لخوا د پیل شویو بریدونو په لړ کې، تر اوسه د متحده عربي اماراتو دفاعي سیسټمونو ۳۳۴ بالستیک توغندي، ۱۵ کروز توغندي او ۱۷۱۴ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

ویل شوي چې په دغو بریدونو کې ۲ اماراتي سرتېري او د پاکستان، نیپال، بنګله دېش او فلسطین په شمول ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵۸ نور کسان په سپک، منځني او سخت ډول ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې د متحده عربي اماراتو، مصر، سوډان، ایتوپیا، فلیپین، پاکستان، ایران، هند، بنګله دېش، سریلانکا، اذربایجان، یمن، یوګانډا، اریتیریا، لبنان، افغانستان، بحرین، کوموروس (قمر ټاپوګان)، تورکیې، عراق، نیپال، نایجریا، عمان، اردن، فلسطین، ګانا، اندونیزیا، سویډن او تونس وګړي شامل دي.