منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني زنځیرونه جوړ کړي
یوه ایراني چارواکي له ځوانانو غوښتنې کړي چې په ټول هېواد کې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې "انساني زنځیرونه" جوړ کړي، ځکه چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا تهران ته ټاکل شوی مهلت په ختمېدو دی.
ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني  زنځیرونه جوړ کړي
ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني زنځیرونه جوړ کړي / AP

د ټرمپ د مهلت په رانږدې کېدو سره، ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني زنځیرونه جوړ کړي

یو ایراني چارواکي د هېواد له ځوانانو وغوښتل چې د انرژۍ د تاسیساتو د ساتنې لپاره په ټول هېواد کې راټول شي، او احتمالي بریدونه یې 'جنګي جرمونه' وبلل.

یوه ایراني چارواکي له ځوانانو غوښتنې کړي چې په ټول هېواد کې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې "انساني زنځیرونه" جوړ کړي، ځکه چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا تهران ته ټاکل شوی مهلت په ختمېدو دی.

د ورزش او ځوانانو وزارت مرستیال علیرضا رحیمي پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "زه له ټولو ځوانانو، کلتوري او هنري شخصیتونو، لوبغاړو او اتلانو غوښتنه کوم چې د 'ایراني ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره د انساني زنځیر' په ملي کمپاین کې برخه واخلي."

رحیمي وویل چې تمه کېږي ګډونوال به د سه شنبې په ورځ د ماسپښین په ۲ په ټول هېواد کې د برېښنا تولیدونکو مرکزونو مخې ته راټول شي.

هغه زیاته کړه: "موږ به اوږه په اوږه ودرېږو... ترڅو ووایو چې پر عامه تاسیساتو برید یو جنګي جرم دی."

دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې ټرمپ ګواښ وکړ که تهران د هرمز تنګي په پرانیستلو او یوې هوکړې ته په رسېدو کې د سه شنبې د شپې تر ۸ بجو وخت پورې پاتې راشي، نو په ټول ایران کې به د برېښنا مرکزونه او پلونه بمبار کړي.

سیمه ییزه شخړه له هغه وخت راهیسې په بې ساري ډول زیاته شوې چې کله اسرائیلو او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل. په دغو بریدونو کې د ایران د هغه وخت د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي. ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي تازه کړې.

تهران په ځواب کې پر اسرائیل، اردن، عراق او د خلیج په هغو هیوادونو کې چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، د ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي، چې د مرګ ژوبلې او زیربناوو ته د زیان رسولو ترڅنګ یې نړیوال بازارونه او هوايي چلند هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده