تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
ولسمشر اردوغان: "موږ د 'تورکیې پېړۍ' د جوړولو پر مهال، د خپلو تمدني ارزښتونو پر بنسټ یو داستان، یوه لرغونې حافظه او راتلونکي ته لاره ښوونکی یو ځواکمن لیدلوری پلي کوو"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
رجب طیب اردوغان

اردوغان: "نړیواله ټولنه تورکیه د کلتوري فعالیتونو له لارې پېژني."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمېنه انقره کې د اړیکو په دویمه شورا کې وینا وکړه. اردوغان وویل چې هغه فلمونه، ډرامې او مستند فلمونه چې د تورکیې هویت، کلتور، تاریخ او ملي ارزښتونه په ډاګه کوي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډېره مینه کتل کېږي.

نوموړي وویل:
"نړیواله ټولنه اوس تورکیه یوازې د هغو متنونو له لارې نه پېژني چې نورو لیکلي وي، او یا د هغو سینمایي فلمونو له لارې چې یوازې د بدنامولو په موخه جوړ شوي وي؛ بلکې د هغو فلمونو، ډرامو، مستندونو، ډیجیټل پلیټ فارمونو او کلتوري فعالیتونو له لارې یې پېژني چې زموږ خپل کلتور او واقعیت څرګندوي. دا یوه خورا ارزښتناکه لاسته راوړنه ده چې زموږ د هېواد 'نرم ځواک'  زیاتوي، زموږ د ملت تجربې او ارزښتونه نړۍ ته لېږدوي او موږ معرفي کوي. موږ د دې لاسته راوړنې لا پراخولو ته ژمن یو."

اردوغان دغه راز لاندې څرګندونې وکړې:
"موږ د 'تورکیې پېړۍ' د جوړولو پر مهال، په عین وخت کې د داسې یوه داستان ژوندۍ بڼه وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبېږي، یوه لرغونې حافظه او یو داسې ځواکمن لیدلوری لرو چې راتلونکي ته لاره ښيي. زه پوره باور لرم چې ستاسو په مرسته به دغه لیدلوری نور هم مخته بوځو او د پرمختللې او پیاوړې تورکیې داستان به نړۍ ته په ډېر ځواکمن ډول ورسوو."

 

وپلټۍ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
د جولای له ۱۵مې وروسته د انرژۍ تګلارې
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت