نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیل په راتلونکو میاشتو کې د ایران په اټومي تاسیساتو د برید د احتمال نه یادونه وکړه.
د اسرائیلي چارواکو په وروستیو اونیو کې واشنګټن ته ویلي دي چې هغوی نه باور لري چې د امریکا خبرې له ایران سره باید د تړون جوړولو پړاو ته ورسیږي.
اسرائیل په راتلونکو میاشتو کې د ایران په اټومي تاسیساتو د برید د احتمال نه یادونه وکړه.
Iran US Timeline / AP

اسرائیل په راتلونکو میاشتو کې د ایران په اټومي تاسیساتو د برید د احتمال نه یادونه وکړه. د بله پلوه د  امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي چې امریکا د اوس وخت لپاره د داسې ګام ملاتړ ته چمتو نه دی. دا خبره یو اسرائیلي چارواکي او دوه نورو سرچینو چې له دې موضوع سره اشنا دي کړې دي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، دوی ژمن دي چې تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي، او نتنیاهو ټینګار کړی چې له ایران سره هر ډول خبرې باید د دې هېواد د اټومي پروګرام بشپړ له منځه وړلو ته لاره هواره کړي.

د امریکا او ایران استازو د شنبې په ورځ  د اپریل په ۱۹ مه نیټه د ایټالیا په پلازمینه روم کې د اټومي خبرو دوهم پړاو ترسره کړل. په تېرو میاشتو کې، اسرائیل د ټرمپ ادارې ته د ایران پر اټومي  تاسیساتو د برید لپاره یو لړ وړاندیزونه کړي کوو چې ځینې یې د پسرلي او دوبي مهالویشونه لري.

د دې پلانونو په اړه ویل شوي چې دا هوايي بریدونه او ځانګړي عملیات چې شدت یې توپیر لري او د ایران د اټومي پروګرام د وسلو جوړولو وړتیا یوازې څو میاشتې یا یو کال یا تر دې زیات ځنډولی شي په اړه خبرې کیږي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې په سپینه ماڼۍ کې نتنیاهو ته وویل چې واشنګټن غواړي له تهران سره د ډیپلوماټیکو خبرو لومړیتوب ورکړي او په لنډمهاله توګه د ایران د اټومي تاسیساتو د برید ملاتړ ته چمتو نه دی.

خو اسرائیلي چارواکي اوس باور لري چې د دوی پوځ کولی شي پر ایران محدود برید ترسره کړي چې لږ امریکايي ملاتړ ته اړتیا ولري. داسې برید به د هغو پلانونو په پرتله چې اسرائیل په پیل کې وړاندیز کړي وو، خورا کوچنی وي.

دا لا روښانه نه ده چې اسرائیل به کله  په دې برید اقدام وکړي، په ځانګړې توګه پداسې یو وخت کې چې  د اټومي تړون په اړه خبرې اترې پیل شوي دي. داسې ګام به احتمالاً ټرمپ ناراضه کړي او د اسرائیل لپاره د امریکا پراخ ملاتړ به  له خطر سره مخ کړي.

د ایران د امنیت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې تهران د اسرائیل د پلانونو څخه خبر دی او هر ډول برید به د ایران له سخت او بې رحمه ځواب سره مخ شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ټرمپ د وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې هغه ویلي، "زه فکر کوم چې ایران کولی شي یو لوی هېواد ولري او پرته له مرګ څخه په خوښۍ ژوند وکړي. دا زما لومړی انتخاب دی. که دوهم انتخاب وي، نو دا به د ایران لپاره ډېر بد وي، او ایران غواړي خبرې وکړي."

د اسرائیل لومړي وزیر دفتر د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.

د اسرائیل یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې لا تر اوسه د ایران د برید په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د پخوانیو چارواکو او کارپوهانو په وینا، اسرائیل به د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو لپاره د امریکا د پام وړ پوځي ملاتړ او وسلو ته اړتیا ولري، چې ځینې یې په ځمکې لاندې تاسیساتو کې دي.

د اسرائیل چارواکو په وروستیو اونیو کې واشنګټن ته ویلي چې دوی باور نه لري چې له ایران سره د امریکا خبرې باید د تړون جوړولو پړاو ته لاړې شي پرته له دې چې ډاډ ترلاسه شي چې تهران به د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ونه لري.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو