تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه تکرار کړه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې د نړیوال نظم "ژور فلج" پر نړیوالو بنسټونو باور له منځه وړي او هېوادونه یو اړخیزم ته هڅوي، چې دا د "مشروعیت بحران" رامنځته کوي.
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه تکرار کړه
Hakan Fidan says the world must decide whether to build on multilateralism or fall back into destructive rivalries. / AA
 

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو غوښتنه کړې او په نړیوال نظم کې یې د "مشروعیت د بحران" په اړه خبرداری ورکړی

د تورکیې بهرنیو چارو وزیر پر پیاوړي څوقطبي نظام ټینګار کوي او وايي چې د غزې ناورین د نړیوال سیسټم ناکامۍ په ډاګه کوي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې د نړیوال نظم "ژور فلج" پر نړیوالو بنسټونو باور له منځه وړي او هېوادونه یو اړخیزم ته هڅوي، چې دا د "مشروعیت بحران" رامنځته کوي.

د شنبې په ورځ په استانبول کې د "ټي آر ټي ورلډ فورم" په غونډه کې فیدان وویل، نړۍ له یو قطبي نظم څخه د لېرې کېدو شاهده ده او اوس باید پرېکړه وکړي چې "پر څواړخیزم تکیه وکړي او که بېرته ورانوونکو سیالیو ته وروګرځي."

هغه د مشارکت او شمولیت پر بنسټ د یوه "پیاوړي او اصلاح شوي نړیوال سیسټم" غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې "نن ورځ موږ له کومې ننګونې سره چې مخ یو، هغه د قوانینو نشتوالی نه، بلکې د هغوی نابرابره پلي کېدنه ده."

فیدان د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د هراړخیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا اداره "د خپلو بنسټیزو ژمنو په پوره کولو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ ده."

هغه وویل، تورکیه د "ملګرو ملتونو د داسې امنیت شورا غوښتونکې ده چې ډېره ډیموکراټیکه او استازیتوب کوونکې وي، او د څو محدودو کسانو د امتیاز پر ځای ډېرو ته واک ورکړي."

په غزه کې اوربند لا هم نازک دی

فیدان منځني ختیځ ته په اشارې، وویل چې "د مشروعیت له منځه تللو او د نړیوالې واکمنۍ فلج" خپله تر ټولو غمجنه بڼه په غزه کې موندلې ده.

هغه وویل، تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیدلوري له مخې، د "نسل وژنې" د درولو او د عدالت د ټینګښت لپاره ډیپلوماتیکې هڅې رهبري کړې دي، چې په دې کې د غزې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان او عرب لیګ ګډې تماس ډلې جوړول هم شامل دي.

فیدان په نیویارک او شرم الشیخ کې وروستۍ غونډې د سولې پر لور "مهم ګامونه" وبلل، خو خبرداری یې ورکړ چې د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له امله اوربند لا هم نازک دی.

هغه وویل، "یوه عادلانه او تلپاتې سوله یوازې د دوه دولتي حل لارې په پلي کولو او دا ډاډ ترلاسه کولو سره شونې ده چې غزه د فلسطینیانو له خوا اداره شي."

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر مودي له سیلاب ځپلي نیپال سره د ۱.۶ میلیارد ډالر مرستې ژمنه وکړه.
اسرائیلو غزه په "زهري کنډواله" بدله کړې ده.
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.