اردوغان له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د وینزویلا او غزې په اړه اندیښنې څرګندې کړې

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو د تورکیې او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو، د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکاریو او د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د وینزویلا او غزې په اړه د نظر تبادله وکړه.

By
اردوغان له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د وینزویلا او غزې په اړه اندیښنې څرګندې کړې / Reuters

اردوغان له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د وینزویلا او غزې په اړه اندیښنې څرګندې کړې

د انقرې په وینا، دواړو مشرانو د تورکیې او امریکا پر اړیکو، دفاعي همکاریو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.

تورکي چارواکو ویلي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره  په ټیلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو د تورکیې او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو، د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکاریو او د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د وینزویلا او غزې په اړه د نظر تبادله وکړه.

تر دې وړاندې اردوغان ویلي و، چې په دغو خبرو کې یې د انقرې اندېښنې رسولي او د وینزویلا پر موضوع یې تمرکز کړی دی.

اردوغان د کابینې له غونډې وروسته وویل: "د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې، موږ هغه ته د تورکیې حساسیتونه ورسول. موږ ټینګار وکړ چې وینزویلا باید بې ثباتۍ ته ونه کشول شي."

هغه زیاته کړه چې ترکیه به د وینزویلا د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اردوغان وویل: "تدرکیه او د ترک ملت به د وینزویلا د دوست خلکو تر څنګ د هغوی د سوکالۍ، سولې او پرمختګ په لاره کې ودریږي."

د سپینې ماڼۍ لخوا د دغو ټیلیفوني خبرو د جزئیاتو په اړه سمدستي کوم بیان نه دی ورکړل شوی.