نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا غواړي چې د پاکستان په  پېښور ښار کې خپله قونسلګري په دایمي ډول وتړي
امریکا غواړي چې د پاکستان په  پېښور ښار کې خپله قونسلګري په دایمي ډول وتړي؛ دا افغانستان ته د دوی تر ټولو نږدې ماموریت دی
امریکا غواړي چې د پاکستان په  پېښور ښار کې خپله قونسلګري په دایمي ډول وتړي
امریکا غواړي چې د پاکستان په  پېښور ښار کې خپله قونسلګري په دایمي ډول وتړي / Reuters

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به په پېښور کې د متحده ایالاتو قونسلګري په دایمي ډول وتړي. دا قونسلګري د افغان پولې ته د امریکا تر ټولو نږدې ډیپلوماټیک ماموریت و او په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان له برید دمخه، په جریان کې او وروسته یو مهم عملیاتي او لوجستیکي مرکز پاتې شوی و.

دې وزارت پدې اونۍ کې کانګرس ته د قونسلګرۍ د تړلو د پرېکړې په اړه خبر ورکړ او ویې ویل چې دا ګام به په کال کې ۷.۵ میلیونه ډالر سپما کړي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې به د امریکا د ملي ګټو د پرمخ وړلو وړتیا ته کوم زیان ونه رسوي. دا خبرتیا چې اسوشیټیډ پریس (AP) د چهارشنبې په ورځ ترلاسه کړې، ښيي چې دا پرېکړه د پلي کېدو په حال کې ده.

دا اقدام له یو کال څخه ډېر وخت راهیسې تر غور لاندې و، ځکه چې د ټرمپ ادارې د نږدې ټولو فدرالي ادارو د تشکیلاتو د کمولو لړۍ پیل کړې وه. دا پرېکړه د ایران له جګړې سره تړاو نه لري، کومې چې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه راپارولي دي (چېرته چې دمګړۍ د امریکا قونسلګرۍ خپل فعالیتونه ځنډولي دي).

د خبرتیا له مخې، په پېښور قونسلګرۍ کې ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او نور حکومتي کارکوونکي او ۸۹ سیمه ییز کارکوونکي په دنده بوخت دي. په دغه سند کې چې د سه شنبې په ورځ صادر شوی، ویل شوي چې وزارت به د دې مرکز په تړلو ۳ میلیونه ډالر مصرف کړي. له دې مقدار څخه ۱.۸ میلیونه ډالر به د هغو زغره والو ټریلرونو پر انتقال ولګول شي چې د لنډمهاله دفترونو په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.

د خبرتیا پر بنسټ، پاتې پیسې به په اسلام اباد کې د امریکا سفارت او په کراچۍ او لاهور کې نورو قونسلګریو ته د موټرو، بریښنايي او مخابراتي وسایلو او د دفتر د فرنیچر پر لیږدولو مصرف شي.

د افغان پولې او کابل ته د نږدېوالي له امله، د پېښور قونسلګري افغانستان ته د ځمکني سفر لپاره یو مهم مرکز او په شمال لویدیز پاکستان کې د میشتو امریکایي اتباعو او دغه راز د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا مرستې ته اړتیا لري، د اړیکو یو مهم ځای و.

په خبرتیا کې راغلي چې د امریکایي اتباعو او نورو خلکو لپاره به قونسلګري خدمتونه په اسلام اباد کې د سفارت لخوا ترسره کیږي، چې له پېښور څخه شاوخوا ۱۱۴ میله (۱۸۴ کیلومتره) لیرې دی.

په راپور کې ویل شوي: "دا تړل به د امریکا د اصلي ملي ګټو د پرمخ وړلو، له امریکایي اتباعو سره د مرستې، یا د بهرنیو مرستو د پروګرامونو پر کافي څارنې منفي اغیزه ونکړي، ځکه دا ټولې دندې به په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو د سفارت لخوا پر مخ وړل کیږي."

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی