د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې جرمني له دغه هېواد سره د خبرو اترو په ترڅ کې اوکراین ته د څه باندې ۱.۳ میلیارد یورو (۱.۴۶ میلیارد ډالر) په ارزښت د ملاتړ نوې بسته برابره کړې ده. په دې خبرو کې د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرز هم ګډون کړی و.
د امریکا د ټولنیزو رسنیو شرکت ایکس په یوه بیان کې، زیلینسکي وویل چې په بسته کې د ژمي څخه مخکې د اوکراین د انرژۍ سکتور لپاره وسلې او ملاتړ شامل دي.
هغه وویل: «په دې بسته کې داسې وسلې شاملې دي چې اوس به زموږ سره مرسته وکړي، همدارنګه د ژمي له رارسېدو مخکې زموږ د انرژۍ له سکتور څخه ملاتړ هم پکې شامل دی؛ دا د انرژۍ یوه مهمه بسته ده. البته، موږ د هوايي دفاع اړتیا هم وڅېړله، چې په دې وخت کې ډېره مهمه ده.»
زیلینسکي وویل چې اوکراین او جرمني ۱۵ تړونونه او سندونه لاسلیک کړي دي، چې ډیری یې امنیتي همکاري، دفاعي تولید، تدارکات، د جرمني صنعت لپاره فرمایشونه او په اوکراین کې ګډې پروژې پوښي.
هغه وویل: "زموږ د نن ورځې د تړونونو ټول ارزښت له ۸.۵ ملیارد یورو څخه ډیر دی،" او زیاته یې کړه چې یو جلا تړون به د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) سره د مبارزې لپاره د ګډو هڅو په اړه همکاري پراخه کړي.
میرز د یکشنبې په سهار د یوه نااعلان شوي سفر په ترڅ کې د اوکراین پلازمینې کیف ته ورسید او ویې ویل چې له ځان سره یې داسې یو پیغام راوړی چې : "تاسو کولی شئ په موږ تکیه وکړئ."
په جلا توګه، زیلینسکي وویل چې متحده ایالات غواړي د څلور نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوکراین او روسیې سره د خبرو اترو یو نوی پړاو منځګړیتوب وکړي او د اکتوبر تر پایه یې ترسره کړي.
زیلینسکي خبریالانو ته وویل: "امریکايي لوری اوس مهال له اوکراین او روسیې سره په تماس کې دی او وړاندیز کوي چې د اکتوبر تر پای پورې په درې اړخیزه بڼه د تخنیکي کچې یوه غونډه په یو ډول ترسره شي."

















