پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د  وژلو نه خبر ورکړ.

د پاکستان د پوځ له خوا په یوې خپره شوې لیکلې اعلامیه کې ویل شوي چې د بلوچستان د کلات په سیمه کې، چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، پوځي عملیات ترسره شوي دي.

By
پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د  وژلو نه خبر ورکړ. / Reuters

پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د  وژلو نه خبر ورکړ.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د بلوچستان ایالت په سوېل لوېدیځ کې یې په امنیتي عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په یوې خپره شوې لیکلې اعلامیه کې ویل شوي چې د بلوچستان د کلات په سیمه کې، چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، پوځي عملیات ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په عملیاتو کې سخته نښته شوې او ۱۲ تنه وسله وال چې ادعا کیږي د هند له ملاتړه برخمن وو، وژل شوي دي.

د دې په اړه چې وژل شوي وسله وال په کومې ډلې پورې اړه لري، جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه
په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې داسې وسله والې ډلې شتون لري چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان اداره دغه ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کیږي.

بي اېل اې غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستانه جلا شي او پر دغه سیمه بلوڅ خلک واکمن شي.