افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په افغانستان او پاکستان کې د سیلابونو له امله ۲۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په تېرو دریو اونیو کې سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو افغانستان او پاکستان  سخت ځپلي دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲۲ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په افغانستان او پاکستان کې د سیلابونو له امله ۲۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په افغانستان او پاکستان کې د سیلابونو له امله ۲۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی / AP

دا ارقام د دواړو هېوادونو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان کړل.

په افغانستان کې، چې لا دمخه له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی، د مارچ له ۲۶مې راهیسې د بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښوېدنې او تالندې (برېښنا) له امله ۱۴۸ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. دا خبره د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد فرانس پریس (AFP) اژانس ته کړې ده.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په وینا، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په دیوالک کلي کې د یو دیوال د نړېدو له امله یو ماشوم ژوند د لاسه ورکړی دی. همداراز په مرکزي ولایت پروان کې، د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر مولوي عبدالعلیم افضلي وویل چې د چهارشنبې په ورځ د کورونو د چتونو د پرېوتو له امله شپږ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان په شمال کې هم په وروستیو ورځو کې د مړو شمېر زیات شوی؛ د خیبر پښتونخوا  ایالت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارې فرانس پریس ته ویلي چې د مارچ له ۲۵مې راهیسې هلته ۵۱ کسان مړه شوي دي. د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې هم د مارچ له ۲۵مې راهیسې ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان په سویل لویدیځ بلوچستان ایالت کې بیا د ځايي چارواکو د وروستیو ارقامو له مخې، د مارچ له ۲۰مې راهیسې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

دې سختې هوا پراخ زیانونه اړولي دي؛ یوازې په افغانستان کې تر ۳۷۰ کیلومتره ډېر سړکونه ویجاړ شوي او نږدې ۱۲۳۰ کورونه نړېدلي دي.

افغانستان ډېری وخت د خونړیو سېلابونو، ځمکې ښوېدنې او توپانونو شاهد وي، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې چې بنسټیز تاسیسات یې کمزوري او د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت نلري.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله