د سوریې ولسمشر احمد الشرع خپل لومړنی اروپايي سفر فرانسې ته ترسره کوي.

د فرانسې ولسمشر مکرون ویلي دي چې د یو ټولشموله، مستقل ، باثباته او خپلواکې سوریې نه به ملاتړ ته دوام ورکړي.

/ AFP

د فرانسې د اژانس پرس خبري اژانس ویلي دي چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع به خپل لومړنی بهرنی سفر فرانسې ته وکړي. د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر مکرون به د الشرع کوربه توب وکړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ نن سې شنبه د سهار په وختي ساعتونو کې په خپور کړي یو بیان کې ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر د یو ټولشموله، ازادې، خپلواکې، باثباته او د ټولو توکمنو حقونو ته درناوي کوونکي یوې سوریې څخه ملاتړ کوي.