اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
د توركیې اقتصاد په تیرو ۲۲ کلونو کې څه ډول بدل شوی او ننۍ کچې ته راورسید
د تورکیې اقتصاد په تېرو ۲۲ کلونو کې، له هغه وخته چې رجب طیب اردوغان لومړی د لومړي وزیر او وروسته د ولسمشر په توګه وټاکل شو، په بشپړ ډول بدلون موندلی دی.
د توركیې اقتصاد په تیرو ۲۲ کلونو کې څه ډول  بدل شوی او ننۍ کچې ته راورسید
/ AA

د تورکیې اقتصاد په تېرو ۲۲ کلونو کې، له هغه وخته چې رجب طیب اردوغان لومړی د لومړي وزیر او وروسته د ولسمشر په توګه وټاکل شو، په بشپړ ډول بدلون موندلی دی. د دې هېواد ناخالص کورنی تولید په کلني ډول د ۵.۳ سلنې په حقیقي کچه لوړ شوی او په ۲۰۲۵ کال د دویمې ربعې په ترڅ کې یې د ۱.۳۷ ټریلیون ډالرو تر ټولو لوړه کچه ته رسېدلی دی.

د ۲۰۰۲ کال په ترڅ کې، چې د اردوغان د واکمنۍ له پیل څخه یو کال مخکې و، د تورکیې ناخالص کورنی تولید یوازې ۲۳۸ میلیارد ډالر و. د سوداګرۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې، دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې د لومړي ځل لپاره د ۱ ټریلیون ډالرو له کچې پورته شوه.

د اردوغان د ۳۹۰ میلیارد ډالرو د صادراتو هدف هم تمه کېږي چې د روان کال تر پایه به ترلاسه شي، په داسې حال کې چې د هېواد ملي عاید به ۱.۴ ټریلیون ډالرو ته لوړ شي.

په اعلامیه کې راغلي: "تورکیه په تېرو لسو کلونو کې د اقتصادي همکاریو او پراختیا د تشکیلاتو د تر ټولو چټکو وده کوونکو اقتصادونو له ډلې څخه ګرځېدلې ده." د نړیوال وجهي صندوق (IMF) د جولای په راپور کې د تورکیې د اقتصادي ودې وړاندوینه ۳ سلنې ته لوړه کړې، په داسې حال کې چې د نړیوالو کړکېچونو سره سره د ۱۹ پرله‌پسې ربعو لپاره د تورکیې وده دوام لري.

وزارت زیاته کړې چې د تورکیې د هر وګړي ملي عاید د ۲۰۰۲ کال په ترڅ کې له ۳,۶۰۸ ډالرو څخه د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ ربعې تر پایه ۱۵,۹۷۱ ډالرو ته لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې، د تورکیې کلنی اوسنی حساب کسر د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې له ۵۵.۱ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۱۰ میلیارد ډالرو ته راکم شوی، په داسې حال کې چې د هېواد د توکو او خدماتو صادرات ۳۷۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې دا د ۱۹۲۳ کال د جمهوریت له جوړېدو راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده.

د روان کال د جنورۍ څخه تر جولای پورې، د تورکیې صادرات ۱۵۶.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې له دې جملې څخه ۶۷.۸ میلیارد ډالر اروپایي اتحادیې ته صادر شوي، چې دا د ۸.۵ سلنې زیاتوالی ښيي. جرمني، بریتانیا، امریکا، ایټالیا او عراق د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تورکیې د صادراتو تر ټولو لوی بازارونه  وو.

په همدې وخت کې، د خدماتو په برخه کې د تورکیې سوداګریز اضافي ۶۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې دا هېواد په نړۍ کې د پنځم لوړ خدماتي اضافي لرونکي هېواد په توګه ځای لري.

په اعلامیه کې راغلي: "شاوخوا ۱۱۵ په لوړه کچه تماسونه  او ۳۷ نړیوالې غونډې ترسره شوې، په داسې حال کې چې د ترک هېوادونو سازمان، اروپایي اتحادیه، افریقایي اتحادیه، د اسلامي همکاریو سازمان، اقتصادي همکاریو او پراختیا تشکیلات  او د بالکان هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې نوې هڅې او پانګونې دوام لري."

تورکیې د لرې پرتو هېوادونو د ستراتیژۍ چوکاټ هم پلي کړی، ترڅو د ۲۰۲۸ کال پورې دې هېوادونو ته صادرات ۵۰ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي. په ورته وخت کې، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته د صادراتو د زیاتولو نوښت تمه کېږي چې د ترکیې په ټول صادراتو کې د دې هېوادونو ونډه ۳۰ سلنې ته لوړه کړي.

 

وپلټۍ
تورکیې او کاناډا د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې پیل کړې
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
نړیوال بانک ویلي دي چې د ایران جګړې په درشل کې ۲۷ هېوادونه بحراني فنډونو ته د لاسرسي په لټه کې دي
اروپایي ټولنه له امریکا سره د سوداګریزې معاملې د نهایي کولو لپاره هوکړې ته ورسېده
په هند کې د "برېکس"د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جګړې تر سیوري لاندې پیل شوه
د امریکا یو چارواکی وایي چې د امریکا او چین ترمنځ د نادرو ځمکنیو منرالونو تړون لا هم نافذ دی
اسیا د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د شاکونو دویمې څپې ته چمتووالی نیسي
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل
د اماراتو له خوا د اوپک (OPEC) پرېښودل؛ پر دغه سازمان لویه ضربه او د تېلو په بازار کې بدلونونه
د ایران په وړاندې د امریکا لخوا د بندیزونو د پراخېدو له امله د تېلو بیې لوړې شوې
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي د بندېدو له امله هره ورځ ۱۳ میلیونه بیرله تېل له لاسه وتلي
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ
پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې
د طالبانو حکومت د پاکستاني دارو ګانو د بدیل د موندولو  په اړه اعلان افغانستان د درملو بازار ولړزاوه
په استانبول کې د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  ترسره شوه
چین په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ تر ټولو ستر بېړۍ جوړوونکی هېواد شو
وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي
اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښت
د تورکیې د مرکزي بانک زیرمې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰ ملیارد ډالرو څخه واوښتې