تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
اردوغان : تورکیه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې  د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره د تورکیې د هر ډول مرستې چمتووالی څرګند کړی دی.
اردوغان : تورکیه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده
/ AA

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په وینا، دغه ټیلیفوني خبرې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوې چې پکې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ، د مې د شپږمې د شپې برید، او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

د عامه اړیکو ریاست په یوه بیان کې ویلي: "په دې خبرو کې ولسمشر اردوغان د پاکستان سره خپله همدردي څرګنده کړه، د برید په پایله کې د پاکستاني شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه، او ټپیانو ته یې د هر څه عاجلې روغتیا هیله وکړه."

ولسمشر اردوغان د پاکستان د زغم او اعتدال پالیسۍ ملاتړ وکړ.

د تورکیې مشر وویل چې د جمو او کشمیر د اپرېل د ۲۲مې برید په اړه د پاکستان وړاندیز چې یو بې پرې، شفاف او معتبر نړیوال تحقیقات ترسره شي، مناسب دی.

اسلام‌اباد د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هند د " سندور په نامه عملیاتو " کې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۷ تنه نور ټپیان شوي دي، چې دا عملیات په پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ترسره شوي دي.

نوی ډیلي ویلي چې دوی په پاکستان کې د "ترهګرۍ د بنسټونو" په نښه کولو عملیات ترسره کړي دي.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي