اردوغان : تورکیه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره د تورکیې د هر ډول مرستې چمتووالی څرګند کړی دی.
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په وینا، دغه ټیلیفوني خبرې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوې چې پکې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ، د مې د شپږمې د شپې برید، او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
د عامه اړیکو ریاست په یوه بیان کې ویلي: "په دې خبرو کې ولسمشر اردوغان د پاکستان سره خپله همدردي څرګنده کړه، د برید په پایله کې د پاکستاني شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه، او ټپیانو ته یې د هر څه عاجلې روغتیا هیله وکړه."
ولسمشر اردوغان د پاکستان د زغم او اعتدال پالیسۍ ملاتړ وکړ.
د تورکیې مشر وویل چې د جمو او کشمیر د اپرېل د ۲۲مې برید په اړه د پاکستان وړاندیز چې یو بې پرې، شفاف او معتبر نړیوال تحقیقات ترسره شي، مناسب دی.
اسلاماباد د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هند د " سندور په نامه عملیاتو " کې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۷ تنه نور ټپیان شوي دي، چې دا عملیات په پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ترسره شوي دي.
نوی ډیلي ویلي چې دوی په پاکستان کې د "ترهګرۍ د بنسټونو" په نښه کولو عملیات ترسره کړي دي.