نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
له سلو ډېرو نړیوالو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي جنګي جنایتونه وګڼل شي
امریکا کې نړیوال قانون لسګونو کارپوهانو یو پرانیستی لیک لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي جنګي جنایتونه وګڼل شي، وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د ایران د برېښنا او اوبو تصفیې پر تاسیساتو د برید ګواښونه وکړل
له سلو ډېرو نړیوالو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي جنګي جنایتونه وګڼل شي
له سلو ډېرو نړیوالو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي جنګي جنایتونه وګڼل شي / Reuters

په امریکا کې د نړیوال قانون لسګونو کارپوهانو یو پرانیستی لیک لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي جنګي جنایتونه وګڼل شي، وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د ایران د برېښنا او اوبو تصفیې پر تاسیساتو د برید ګواښونه بیا تکرار کړل.

په امریکا کې د نړیوال قانون له سلو ډېرو کارپوهانو، چې د هارورډ، ییل، سټینفورډ او کالیفورنیا پوهنتونونو غړي هم په کې شامل دي، د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي لیک کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو چلند او د لوړپوړو امریکايي چارواکو څرګندونې "د بشري حقونو د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون د سرغړونو، په شمول د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي."

لیک د مارچ په نیمایي کې د ټرمپ هغې خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو امریکا ښايي پر ایران "یوازې د ساعت تېرۍ لپاره" بریدونه وکړي. همدارنګه یې د مارچ په لومړیو کې د پنټاګون د مشر پیټ هیګسټ هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې وو امریکا "د جګړې په احمقانه قوانینو" نه جنګیږي.

کارپوهانو په لیک کې ویلي: "دا جګړه، چې هره ورځ د امریکا پر مالیه ورکونکو له یو تر دوه میلیارده ډالرو لګښت لري، په سیمه کې ملکي وګړو ته د پام وړ زیان رسوي، په ټول منځني ختیځ کې یې د سلګونو ملکي وګړو ژوند اخیستی، او جدي چاپېریالي او اقتصادي زیانونه اړوي."

"موږ د امریکا له حکومتي چارواکو غواړو چې د ملګرو ملتونو منشور، نړیوال بشردوستانه قانون او د بشري حقونو قانون ته هر وخت درناوی وکړي، او په عامه توګه د نړیوال قانون نورمونو ته د امریکا ژمنتیا او درناوی روښانه کړي."

دا لیک د "جسټ سیکیورټي" پالیسۍ ژورنال پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

کارپوهانو ویلي چې دوی "پر هغو بریدونو سخت اندېښمن دي چې ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او کورونه یې په نښه کړي دي،" او د جګړې په لومړۍ ورځ یې په ایران کې پر یوه ښوونځي برید ته اشاره کړې ده.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې پر ایران به "ډېر سخت" ګوزار وکړي.

ټرمپ وویل: "موږ به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې پر هغوی ډېر سخت ګوزار وکړو. موږ به هغوی د ډبرې دور ته ورستانه کړو، چېرته چې د هغوی ځای دی."

د امریکا د مسلمانانو یوې مخکښې مدافع ډلې خبرداری ورکړی چې د جګړې پر مهال د ټرمپ ویناوې، په شمول د ایران "د ډبرې دور ته د ورستنولو" ګواښ، "د انساني کرامت سپکوونکې" وې.

جګړه هغه مهال پیل شوه چې امریکا او اسراییلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه وکړل، چې له امله یې ۱۳۴۰ کسان ووژل شول.

ایران په ځواب کې د خلیج په هیوادونو کې پر اسراییلو او امریکايي اډو د ډرون او توغندیو بریدونه وکړل.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله