منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د منخني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی  ویټکوف او ایران بهرنیو چارو وزیر عراقچي پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې د خبرو اترو لپاره سویس ته ځي
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
عباس عراقچي

د اکسیوس (Axios) د راپور له مخې، د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ایران لوړپوړی ډیپلومات عباس عراقچي د یوه احتمالي اټومي تړون په اړه د خبرو اترو د لومړي پړاو لپاره سویس ته سفر کوي.
اکسیوس راپور ورکړی چې امریکایی استازی سټیو ویټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دواړه د خبرو اترو لپاره سویس ته روان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې اوربند د ایران د جګړې یو لنډمهاله تړون په یو پایداره سیمه ییز تړون د بدلولو هڅې بیا راژوندۍ کړې دي.

اسرائیل او حزب الله د جمعې په ورځ په لبنان کې پر اوربند هوکړه وکړه. دا هوکړه وروسته له هغه وشوه چې د جګړې زیاتوالي د امریکا او ایران ترمنځ په هغو خبرو اترو شکونه پیدا کړي وو چې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د تېلو د اکمالاتو د ثبات لپاره حیاتي دي.

دا پرمختګ له هغه ۱۴ ماده ییز یادښت وروسته وشول چې دواړو لورو پدې اونۍ کې د جګړې د درولو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د شخړو د هوارولو او همدارنګه د یوې دوامدارې هوکړې لپاره د نورو حساسو مسایلو د حل لپاره د ۶۰ ورځو فرصت برابرولو په موخه لاسلیک کړ.

په هرصورت، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس (JD Vance) د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل او حزب الله ترمنځ په لبنان کې د کړکېچ له امله سویس ته د سفر پلان لغوه کړ.

د اوربند په پلي کېدو سره، ویټکوف سویس ته ځي ترڅو له جیرډ کوشنر (د ولسمشر ټرمپ زوم) سره یوځای شي، چې دمخه هلته دی. اکسیوس زیاته کړه چې عراقچي پلان لري د شنبې په ورځ هلته سفر وکړي.

دا پرمختګ ښایي دا نښه وي چې دواړه لوري نیت لري تخنیکي خبرې اترې پیل کړي چې موخه یې د یو دایمي اوربند خوندي کول دي. سپینې ماڼۍ د ویټکوف د سفر په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي وویل چې په لبنان کې اوربند د جمعې په ورځ مازدیګر شاوخوا ۴ بجې (عملي شو. هغه زیاته کړه چې د امریکا او قطر مذاکره کوونکو د ایران په مرسته دا هوکړه برابره کړې ده.

د حزب الله دوو سرچینو او یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د اوربند پخلی کړی دی.

اسرائیلي چارواکي وویل: "که حزب الله پر موږ برید ونه کړي، نو زموږ لپاره دا د جګړې وخت نه دی." هغه زیاته کړه چې اسرائیل به خپل ځواکونه په سویلي لبنان کې وساتي، چیرته چې دوی د خپلې شمالي پولې په اوږدو کې یوه سیمه نیولې ده.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې له نیمې شپې راهیسې د جمعې تر ورځې پورې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي. بلخوا اسرائیلي پوځ ویلي چې په لبنان کې په یوه پیښه کې څلور سرتیري وژل شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

پر لبنان د اسرائیل بریدونه ممکن پر خبرو اترو منفي اغیز وکړي، ځکه چې هلته د جګړې پای ته رسول د امریکا او ایران د پراخې هوکړې لپاره یو شرط دی.

عراقچي د جمعې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې متحده ایالات به د خپلو ژمنو د هر ډول سرغړونې مسؤل وي، په شمول په لبنان کې د جګړې پای ته رسول.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه