نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا  پر چینايي محصولاتو نوې کمرګي تعرفې د ۹۰ نورو ورځو لپاره وځنډولې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی چې د چین پر وارداتو د تعرفو ځنډ د ۹۰ ورځو لپاره وغځوي.
امریکا  پر چینايي محصولاتو نوې کمرګي تعرفې د ۹۰ نورو ورځو لپاره وځنډولې.
/ AP

امریکا  پر چینايي محصولاتو نوې کمرګي تعرفې د ۹۰ نورو ورځو لپاره وځنډولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی چې د چین پر وارداتو د تعرفو ځنډ د ۹۰ ورځو لپاره وغځوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ټروت سوشیل له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "د تړون ټول نور عناصر به هماغسې پاتې شي. د دې موضوع لپاره ستاسو له توچه څخه  مننه!"

د دې فرمان له مخې، امریکا به د چین پر وارداتو د تعرفو لوړیدو ځنډ د نومبر تر ۱۰مې پورې وساتي. د دې ځنډ په موده کې به د ۱۰ سلنه متقابل تعرفه لا هم په ځای پاتې وي.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د وال سټریټ ژورنال او سي اېن بي سي د ادارې چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ټرمپ دغه فرمان لاسلیک کړی.

د چین د سوداګرۍ وزارت هم وویل چې د امریکا پر توکو یې د تعرفو ځنډ د ۹۰ ورځو لپاره غځولی دی. خو چین به د امریکا پر توکو خپلې ۱۰ سلنه تعرفې وساتي او د هغو غیر تعرفوي خنډونو په اړه به اقدامات وکړي چې د امریکایي محصولاتو پر وړاندې شتون لري.

ناپایدار اوربند

که څه هم دواړو هېوادونو د مې په میاشت کې په جنیوا کې د لوړې کچې خبرو وروسته د کړکیچ د کمولو تړون ته ورسېدل، خو دغه اوربند ناپایدار ښکاري. د جون په میاشت کې په لندن کې د اقتصادي چارواکو غونډه وشوه، چیرې چې اختلافات څرګند شول او د امریکا چارواکو خپل چینایي سیالان د تړون د سرغړونې په تور تورن کړل. سیاستوالو تېر میاشت په سټاکهولم کې بیا غونډه وکړه.

د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګرېر تېر میاشت وویل چې ټرمپ به د هر ډول غځولو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

ټرمپ د یکشنبې په شپه په یوه ټولنیز پوسټ کې وویل چې هیله لري چین به ژر تر ژره د سویابین امرونه څلور چنده کړي، او زیاته یې کړه چې دا به د امریکا سره د سوداګرۍ د توازن لپاره یوه لاره وي.

تر اوسه پورې، د اوربند غځیدل دا معنا لري چې د روان کال لپاره د چینایي توکو پر وړاندې د امریکا تعرفې ۳۰ سلنه دي. د دوی د کړکیچ کمولو په ترڅ کې، د امریکا پر توکو د بیجینګ اړوند تعرفه ۱۰ سلنه پاتې ده.

له دې وروسته چې ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې ولسمشرۍ ته راستون شو، هغه په نږدې ټولو سوداګریزو شریکانو باندې ۱۰ سلنه "متقابل" تعرفه ولګوله، چې هدف یې د واشنګټن په وینا د غیر عادلانه سوداګریزو کړنو مخنیوی و. دا تعرفې تېره پنجشنبه د ګڼو اقتصادونو لپاره په بېلابېلو لوړو کچو زیاتې شوې.

لوی شریکان لکه اروپایي اتحادیه، جاپان او سویلي کوریا اوس د ډیرو محصولاتو لپاره د امریکا ۱۵ سلنه تعرفې سره مخ دي، په داسې حال کې چې د سوریې لپاره دا کچه ۴۱ سلنه ته رسېدلې ده.

د "متقابلو" تعرفو څخه هغه سکتورونه مستثنی دي چې په جلا توګه هدف ګرځول شوي، لکه فولاد او المونیم، او هغه چې تر څیړنې لاندې دي، لکه درمل او نیمه هادي مواد. تمه کیږي چې د سرو زرو واردات هم له دې تعرفو څخه مستثنی وي، که څه هم د امریکا د ګمرکونو لخوا تیره اونۍ خپره شوې یوه وضاحت د دې اندیښنې لامل شو چې ځینې د سرو زرو بارونه لا هم هدف ګرځیدلی شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د سرو زرو واردات به اضافي تعرفې سره مخ نه شي، پرته له دې چې نور جزئیات وړاندې کړي.

د امریکا ولسمشر په جلا توګه په ځینو هېوادونو لکه برازیل باندې د پخواني ولسمشر جیر بولسونارو د محاکمې په اړه نیوکه کړې، چې د کودتا د پلان کولو تور پرې دی، او په هند یې د روسیې د تیلو د پیرودلو له امله فشار راوړی.

کاناډا او مکسیکو د تعرفو د جلا رژیم لاندې راځي.

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي