نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري
د ایټالیا د انسا (ANSA) خبري اژانس د راپور له مخې، کروسیټو یوه پروګرام ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې د نړیوالې اجنډا په اړه خپلې ارزونې بیان کړې.
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري


د ایټالیا د دفاع وزیر ګویډو کروسیټو وویل: "په انقره کې د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ورکړي."
د ایټالیا د انسا (ANSA) خبري اژانس د راپور له مخې، کروسیټو یوه پروګرام ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې د نړیوالې اجنډا په اړه خپلې ارزونې بیان کړې.

په انقره کې د جولای په ۷مه او ۸مه د ناټو د ترسره کیدونکې سرمشریزې په اړه کروسیټو وویل: "په انقره کې د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري. ژمنې به پوره شي او هر هیواد په داسې حال کې په دې سرمشریزه کې ګډون کوي چې د هغو مسوولیتونو لویه برخه یې لا دمخه پوره کړې چې د ترسره کولو ژمنه یې کړې وه. له دې اړخه، زه د تېرې سرمشریزې په پرتله کومه لویه ستونزه نه وینم."

ایټالیوي وزیر ټینګار وکړ چې دوی به د سرمشریزې پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې او اقدامات هم له نږدې تعقیب کړي.

کروسیټو د ولسمشر ټرمپ او د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ترمنځ په وروستیو اونیو کې ترینګلو شویو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې د دواړو هیوادونو لپاره په دې کې کومه ستونزه نه ویني. هغه زیاته کړه چې له امریکا سره اړیکې د تېرو ۱ یا ۵ کلونو په څېر "عالي" دي.

کروسیټو همدارنګه څرګنده کړه چې ناټو هیڅ بدیل نه لري.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی