د امریکا لخوا د ۱۴ هیوادونو لپاره د بیړنیو مرستو بندول د میلیونونو خلکو ژوند د خطر سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي چې د امریکا لخوا د  ۱۴ هېوادونو لپاره د بیړنیو خوراکي مرستو پای ته رسول په اصل کې د میلیونونو تنو بې وزلو او فقیرو خلکو ژوند د خطر سره مخامخول دي.

The WFP is not the only UN body hit by US funding cuts, as the United States under President Donald Trump turned sharply inward and stopped trying to help other countries around the world as part of an isolationist agenda. / AP

د نړۍ د خوراکي پروګرام (WFP) چې له وړاندې د روان کال لپاره د ۴۰ سلنه بودیجې کمښت سره مخ دی، د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی ته د امریکا لخوا د دې ۱۴ هېوادونو لپاره د مرستو بندیدو خبر ورکړل شوی دی.

نوموړې ادارې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان  کې ، د دغو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي.

ادارې ویلي: "که دا پرېکړه عملي شي، نو دا به د هغو میلیونونو خلکو لپاره د مرګ سزا په معنا وي چې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي."

د نړۍ د خوراکي پروګرام ویلي چې دوی اوس مهال له واشنګټن سره په خبرو بوخت دي ترڅو د دې پرېکړې وضاحت ترلاسه کړي او د ژوند ژغورونکو عملیاتو لپاره د مرستو دوام غوښتنه وکړي.

یادې شوې ادارې د امریکا ددې پریکړې د احتمالي اغېزو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، د امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو د ملاتړ څخه مننه هم کړې ده.

ادارې زیاته کړې: "زموږ کارکوونکي په ټوله نړۍ کې د لوږې له ګواښ سره مخامخ ټولنو ته د اړینو خوراکي مرستو رسولو لپاره بې ساري هڅې کوي."

د مرستو د کمښت زیاتوالی

د نړۍ د خوراکي پروګرام یوازینۍ اداره نه ده چې د امریکا د مرستو کمښت سره مخ ده. د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، امریکا د انزوا پالنې تګلارې په چوکاټ کې د نورو هېوادونو سره د مرستو هڅې بندې کړې.

د ټرمپ ادارې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ته، چې د تولیدي روغتیا د ودې لپاره کار کوي، ویلي چې دوی دوه پروګرامونه پای ته رسوي. د دې پروګرامونو څخه یو د افغانستان لپاره و او بل د سوریې لپاره.

د امریکا سربېره، په وروستیو میاشتو کې نورو هېوادونو هم د مرستو کمښت اعلان کړی، چې د غیر دولتي سازمانونو او نړیوالو ادارو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي.

د ټرمپ ادارې د امریکا د نړیوالې پرمختیا اداره (USAID)، چې د امریکا د بشري مرستو اصلي اداره ده، په پراخه کچه کمزورې کړې ده. دې ادارې مخکې کلنۍ بودیجه ۴۲.۸ میلیارده ډالره درلوده، چې دا د نړۍ په کچه د ټولو مرستو ۴۲ سلنه برخه جوړوله.