د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
حماس د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د وژلو په هڅې تورن کړ.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي وویل"کله چې نتنیاهو ونه توانېد چې یرغمل شوي کسان ومومي او د هوايي بریدونو له لارې یې ووژني، اوس هڅه کوي چې د هغوی د لوږې له لارې دا موضوع پای ته ورسوي."
حماس د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د وژلو په هڅې تورن کړ.
/ Reuters Archive

 حماس د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د وژلو په هڅې تورن کړ.

 د حماس یوه جګپوړي چارواکي د اسرائیلو په لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تور ولګو  چې په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د وژلو هڅه کوي. هغې وویل وروسته له چې نتنیاهو د هغوې د ځای د موندولو او په هوايي بریدونو کې د وژلو په هڅو کې ناکام شول اوس هڅه کوي چې دا کسان  د لوږې له لارې ووژني.

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق د یکشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې د لوږې او تندې هغه تګلاره چې نتنیاهو او د هغه "نازي حکومت" د غزې پر خلکو تحمیل کړې، اوس د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو ژوند هم اغېزمن کړی دی. هغه د هغوی د وضعیت بشپړه پړه د اسرائیلو پر حکومت واچوله.

الرشق وویل چې فلسطیني مقاومت ځواکونه د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو سره د مذهبي او انساني اصولو له مخې چلند کوي، او د فلسطیني خلکو په څېر خپل خواړه او اوبه ورسره شریکوي.

هغه یادونه وکړه چې په تېرو بندیانو تبادله کې اسرائیلي یرغمل شوي کسان په ښه فزیکي او رواني حالت کې خوشې شوي وو، خو ادعا یې وکړه چې اوس هغوی د لوږې، کمزورۍ او وزن کمېدو سره مخ دي، چې د محاصره شوې غزې د اوسېدونکو حالت ته ورته دی.

الرشق وویل چې د غزې پر خلکو د نتنیاهو ظلم د یرغمل شویو کسانو پر ژوند هم منفي اغیزې کړي، او نتنیاهو هڅه کوي چې یرغمل شوي کسان د لوږې له لارې په ظالمانه توګه ووژني.

هغه ادعا وکړه چې په غزه کې د لوږې تګلاره د نتنیاهو د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې د یرغمل شویو کسانو ستونزه حل کړي.

هغه وویل: "کله چې نتنیاهو ونه توانېد چې یرغمل شوي کسان ومومي او د هوايي بریدونو له لارې یې ووژني، اوس هڅه کوي چې د هغوی د لوږې له لارې دا موضوع پای ته ورسوي."

د تل ابیب د اټکل له مخې، په غزه کې ۵۰ اسرائیلي یرغمل شوي پاتې دي، چې له دې ډلې ۲۰ تنه ژوندي ګڼل کېږي. په ورته وخت کې د فلسطیني او اسرائیلي حقونو ډلو په وینا ، اسرائیل له ۱۰,۸۰۰ څخه زیات فلسطیني بندیان ساتلي، چې ډېری یې د شکنجې، لوږې او طبي بې غورۍ سره مخ دي،.

لوږه او نسل وژنه

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په محاصره شوې سیمه کې شپږ نور فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي، چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې د مړو شمېر ۱۷۵ ته رسېدلی، چې په دې کې ۹۳ ماشومان شامل دي.

اسرائیل په محاصره شوې سیمه غزه کې نږدې ۶۱,۰۰۰ فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو تر خاورو لاندې ښخ دي.

کارپوهان بیا باور لري چې د مړو اصلي شمېر د غزې چارواکو د راپورونو څخه ډېر زیات دی، او اټکل کوي چې دا شمېر شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته رسېدلی وي.

د نسل وژنې په ترڅ کې، اسراییل د محاصره شوې سیمې ډېره برخه ویجاړه کړې او په عملي توګه یې ټول نفوس بې ځایه کړی دی.

تېر کال د  نوامبرپه میاشت کې  د نړیوالې جزايي محکمې لخوا د نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر شول.

اسرائیل د غزې پر وړاندې د جګړې په تور د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی.

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید