نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکايي قاضي د ټرمپ لخوا درېیمګړو هېوادونو ته د کډوالو شړل غیرقانوني وبلل.
د فدرالي محکمې قاضي، براین مرفي، خپله پرېکړه د ۱۵ ورځو لپاره وځنډوله ترڅو حکومت ته د استیناف غوښتنې فرصت ورکړي، خو په عین حال کې یې پر حکومت نیوکه وکړه چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره پر مبهمو «ډاډګېرنو» تکیه کوي.
امریکايي قاضي د ټرمپ لخوا درېیمګړو هېوادونو ته د کډوالو شړل غیرقانوني وبلل.
امریکايي قاضي د ټرمپ لخوا درېیمګړو هېوادونو ته د کډوالو شړل غیرقانوني وبلل. / Reuters
26 فبروري 2026

امریکايي قاضي د ټرمپ لخوا درېیمګړو هېوادونو ته د کډوالو شړل غیرقانوني وبلل. دا د حکومت لپاره یوه لویه حقوقي ماته ده.

د فدرالي محکمې قاضي، براین مرفي، خپله پرېکړه د ۱۵ ورځو لپاره وځنډوله ترڅو حکومت ته د استیناف غوښتنې فرصت ورکړي، خو په عین حال کې یې پر حکومت نیوکه وکړه چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره پر مبهمو «ډاډګېرنو» تکیه کوي.

یو امریکايي فدرالي قاضي حکم کړی چې د ټرمپ د ادارې هغه تګلاره غیرقانوني ده چې له مخې یې بې اسناده کډوال د هغوی د خپلو هېوادونو پر ځای نورو (درېیمګړو) هېوادونو ته شړي.

قاضي براین مرفي په خپل ۸۱ مخیزه پرېکړه لیک کې لیکلي: «دا قضیه د دې په اړه ده چې آیا حکومت کولی شي پرته له مخکینۍ خبرتیا، یو کس ناسم هېواد ته، یا داسې هېواد ته وشړي چې هلته د ځورونې یا شکنجې احتمال وي؟»

د کورني امنیت وزارت  تر دې وړاندې استدلال کړی و چې درېیم هېواد ته د کډوالو شړل «سم کار» دی، تر هغه چې چارواکي پوه شي چې هغوی هلته په رسېدو سره نه وژل کېږي. خو قاضي په ځواب کې وویل: «دا نه سم کار دی او نه هم قانوني.»

قاضي یادونه وکړه چې کانګرس دا د امریکا پالیسي ګرځولې چې خلک باید داسې هېوادونو ته ونه شړل شي چیرته چې د دوی ژوند په خطر کې وي یا له شکنجې سره مخ کېدای شي. مرفي وویل چې د کورني امنیت وزارت د اوسنۍ پالیسۍ له مخې، «کډوالۍ افسران اړ نه دي چې یو نامعلوم او احتمالي خطرناک هېواد ته د چا له لېږلو وړاندې هغه ته خبر ورکړي یا د اعتراض فرصت ورکړي.»

مرفي پر دې پالیسۍ نیوکه وکړه چې یوازې پر هغو مبهمو «تضمینونو» تکیه کوي چې ګواکې شکنجه به نه کیږي. هغه وویل: «دا نوې پالیسي د هغو محافظتي قوانینو په وړاندې چې کانګرس ټاکلي، د قانوني پړاوونو په پوره کولو کې پاتې راغلې؛ ځکه هیڅوک په حقیقت کې د دغو ادعا شویو 'ډاډګېرنو' په اړه څه نه پوهیږي.»

دا قاضي، چې د ډیموکرات ولسمشر جو بایډن لخوا ټاکل شوی، تر دې وړاندې یې هم هڅه کړې وه چې جګړه ځپلي جنوبي سوډان ته د کډوالو د یوې ډلې د شړلو مخه ونیسي، خو تېر جون کې د محافظه کارانو تر اغېز لاندې سترې محکمې د هغه پرېکړه رد کړې وه.

د ټرمپ ادارې له دې کړنې دفاع کړې او دا یې ځکه اړینه بللې چې ځینې هېوادونه د خپلو هغو اتباعو له منلو ډډه کوي چې په سختو جرمونو محکوم شوي وي. ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو راهیسې د کډوالو د شړلو د بهیر ګړندي کولو لپاره یو شمېر اقدامات پیل کړي دي.

 

وپلټۍ
اسپانیا نږدې ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواروي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې  د سې شنبې په ورځ وویل چې ایټالیا له اسرائیلو سره خپل دفاعي تړون وځنډاوه
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي.
ایران پر پنځو عربي هېوادونو  امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ګډون تور پورې کړ،د تاوان غوښتنه وکړه
چین او اسپانیا د نړۍ د «ماتېدونکي» نظم په درشل کې د اړیکو د پیاوړتیا ژمنه وکړه
ملګري ملتونه: ټولې خواوې باید په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو ازادۍ ته درناوی وکړي
شمالي کوریا له یوې جنګي کښتۍ څخه کروز او د کښتیو ضد توغندي وازمویل
ایران د هرمز تنګي د کنټرول شریکولو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه
د جرمني لومړي وزیر ميرز نتانیاهو ته د اشغال شوې لویدیځې غاړې د «جزوي الحاق» په اړه خبرداری ورکړ
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
امریکا په اسلام‌اباد کې له ایرانه د ۲۰ کلونو لپاره د یورانیمو د غني کولو د بندولو غوښتنه کړې وه
هاکان فیدان: اسرائیل ښايي له ایران وروسته تورکیه د خپل نوي سیمه ییز سیال په توګه معرفي کړي
ایران خبرداری ورکړی  که چیرې بندرونه محاصره شي د خلیج بندرونه به هم 'خوندي پاتې نه شي'
اوکراین او روسیې د ایسټر لنډ اوربند پای ته رسیدو وروسته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل کړل
په سوډان کې د لوږې بحران ژور شوی، په میلیونونه خلک په ورځ کې يو ځل ډوډۍ خوري