نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی
اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر روسیې د لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي، چې په ځانګړي ډول د روسیې د انرژۍ بنسټونه په نښه کوي.
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی

روسیې د سه شنبې په ورځ وویل چې تېره شپه یې په ټول هېواد کې ۴۱۹ اوکرایني ډرون الوتکې راغورځولي دي، چې په دې کې د مسکو سیمه هم شامله ده؛ هلته چارواکو تایید کړې چې یو شپږ میاشتنی ماشوم وژل شوی دی.

کیف په وروستیو میاشتو کې د روسیې په خاوره کې د لیرې واټن ډرون بریدونو لړۍ چټکه کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د مسکو پراخ یرغل نږدې څلور نیم کلونو ته غځېدلی دی.

کیف په ځانګړي ډول د روسیې د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي ترڅو د کرملین د عوایدو هغه حیاتي سرچینه زیانمنه کړي چې د جګړې د لګښتونو لپاره ترې ګټه اخلي.

د روسیې دفاع وزارت په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې د هوايي دفاع سیسټمونو په ټول هېواد کې "د ۴۱۹ اوکرایني ثابت وزر لرونکو بې پیلوټه الوتکو مخه نیولې او له منځه یې وړي دي."

د مسکو سیمې والي، اندري ووروبیوف وروسته وویل چې ډرون الوتکو د مسکو په سویل لویدیځ کې د "یګوریفسک" (Yevgoryevsk) په کلي کې پر یوه "شخصي کور" برید کړی دی. هغه پر ټیلیګرام ولیکل: "له بده مرغه، یو شپږ میاشتنی ماشوم روغتون ته پر لاره ساه ورکړه." نوموړي زیاته کړه چې دوه لویان او یو بل ماشوم په روغتون کې بستر شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین مخکې ویلي وو چې هوايي دفاع د دوشنبې له ماښام راهیسې ۶۱ "دښمن ډرون" چې پلازمینه یې په نښه کړې وه، راغورځولي دي.

د ډرون الوتکو دا برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې روسیې د تېرې پنجشنبې او جمعې ترمنځ ۶۶۰ اوکرایني ډرون الوتکې راغورځولې وې، چې دا د جګړې له پیل راهیسې یو له تر ټولو لوړو شمېرو څخه وه. د اوکراین یو برید تېره اونۍ د مسکو په سویل ختیځ کې د تیلو په یوه چاڼځای کې د اور لګېدو لامل هم شوی و.

 

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي