د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
له یونان څخه کښتۍ د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه روانې شوې د سمود قافلې سره یو ځای کیږي.
د فلسطين پلوي غورځنګ په يونان کې وايي چې د يوناني بېړيو موخه د اسرائيلو د غزې د محاصرې ماتول، د نړيوالې ټولنې هڅول او د غزې لپاره د بشري مرستو د رسولو لپاره د يوې خوندي لارې رامنځته کولو کې مرسته کول دي.
له یونان څخه کښتۍ د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه روانې شوې د سمود قافلې سره یو ځای کیږي.
/ AA
 

د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف د سومود په نوم د نړیوالې بیړۍ سره د یوځای کیدو لپاره کښتۍ د یونان له بندر څخه روانې شوې

د فلسطين پلوي غورځنګ په يونان کې وايي چې د يوناني بېړيو موخه د اسرائيلو د غزې د محاصرې ماتول، د نړيوالې ټولنې هڅول او د غزې لپاره د بشري مرستو د رسولو لپاره د يوې خوندي لارې رامنځته کولو کې مرسته کول دي.

له يونان څخه بېړۍ د سيروس ټاپو له بندر څخه د غزې لپاره د «نړېوال سُمود لښکر» سره يوځای کېدو لپاره روانې شوې، چې دا يوه لويه نړيواله بېړۍ ده د ملکي بېړيو څخه جوړه شوې، چې موخه يې د اسرائيلو د سيمې د محاصرې ماتول او بشري مرستې رسول دي.

بېړۍ «اوکسيګونو» ټوله يوناني عمله لري، پداسې حال کې چې ايلکټرا د يونان او نورو هېوادونو رضا کاران لېږدوي.

د ټاپو په اوږدو کې د ملاتړ مراسم تر ټولې ورځې ترسره شول، او په سلګونه کسان په بندر کې راټول شول څو د بېړيو عملې ته روحیه ورکړي.

کله چې بېړۍ روانې شوې، خلکو د فلسطين بيرغونه پورته کړل او شعارونه يې ويل لکه: «غزې ته ازادي»، «مقاومت به بريالی شي»، او «اسرائيل ته ماتې».

چارواکي، چې د هېواد دننه د فلسطين پلوي همکارۍ فعاليتونه همغږي کوي، ټينګار وکړ چې د يوناني بېړيو موخه د اسرائيلو د غزې د محاصرې ماتول، د نړيوالې ټولنې هڅول او د انسان دوستي مرستو د رسولو لپاره د يوې خوندي لارې رامنځته کول دي.

همداراز څرګنده شوه چې دا بېړۍ د نړيوالې ټولنې پاملرنه د سيمې د انسان دوستي بحران ته را اړوي او د همغږۍ قوي پيغام ليږي.

د «نړېوال سُمود لښکر» بېړۍ تېره مياشت جوړه شوې، د بارسلونا، اسپانيا او جېنا، ايټاليا څخه بېړۍ روانې شوې.

تنظیم کونکو دا ماموریت بې ساري وباله، او د تیرو هڅو سره یې پرتله کړ، چې هغه يوازې په يوه بېړۍ پورې محدودېدې، چې اسرائيلو مخه يې نيولې او مسافر يې شړلي وو.

دا کاروان د خپل ډول ترټولو لوی دی، چې موخه یې د محاصرې ننګونه او د غزې فلسطينيانو ته بشري مرستې رسول دي، چیرې چې د اسرائيلو د څو مياشتو بنديز له امله د لوږې شرايط رامنځته شوي دي.

نسل وژنه

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د غزې په قتل عام کې نږدې ۶۵۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د نسل وژنې په ترڅ کې يې د سيمې زياتره برخه ويرانه کړې، او په عملي توګه يې ټول نفوس بې ځایه کړی دی.

تېر نومبر کې، د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائيلو پر لومړي وزیر بنيامين نتنياهو او د هغه پر پخواني دفاع وزير يوآو ګالانت د غزې په اړه د جنګي جنايتونو او د انسانيت پر ضد د جنايتونو د تورونو له امله د نيولو امرونه صادر کړل.

همداراز، اسرائيل د غزې پر ضد د جګړې له امله د نړيوال عدالت په محکمه کې د نسل وژنې دوسيه هم لري.

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .