د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو ویلي چې کیدای شي د یوې یا دوو اونیو ترمنځه د غړې د اوربند او یرغمل شوو اسرائیلیانو خوشې شي
د اسرائیلو او حماس ترمنځ ښایي په یوه یا دوه اونیو کې د غزې لپاره د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه موافقه وشي، خو د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په وینا، داسې یوه موافقه په یوه ورځ کې نه شي کېدای.
اسرائیلو ویلي چې کیدای شي د یوې یا دوو اونیو ترمنځه د غړې د اوربند او یرغمل شوو اسرائیلیانو خوشې شي
/ Reuters

اسرائیلو ویلي دي چې کیدای شي د یوې یا دوو اونیو ترمنځه د غړې د اوربند او یرغمل شوو اسرائیلیانو د خوشې کولو په اړه موافقه وشي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ ښایي په یوه یا دوه اونیو کې د غزې لپاره د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه موافقه وشي، خو د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په وینا، داسې یوه موافقه په یوه ورځ کې نه شي کېدای.

دغه چارواکي د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د واشنګټن د سفر پر مهال وویل چې که دواړه خواوې د وړاندیز شوي ۶۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړي، اسرائیل به دغه وخت د دایمي اوربند لپاره وکاروي په شرط ددې چې  د فلسطین مقاومت ډله حماس بې وسلې شي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل ، که حماس دغه وړاندیز ونه مني، "موږ به خپله جګړه روانه وساتو".

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو فشار راوړي ترڅو په محاصره شوې غزه کې د اوربند تړون ومني.

له دې وړاندې، د اسرائیلو د اصلي اپوزیسیون مشر یایر لاپید نتنیاهو په دې تورن کړ چې د جنوبي غزې په موسوم "مورګ محور" باندې ټینګار د اوربند د تړون خنډ ګرځوي.

لاپید د اسرائیلو د دولتي نشراتي ارګان سره په یوه راډیويي مرکه کې وویل: "نتنیاهو د تړون پر وړاندې خنډونه جوړوي."

هغه په طنزي ډول زیاته کړه: "اوس ناڅاپه، مورګ محور زموږ د شتون نوی بنسټ ګرځېدلی؟"

د اسرائیلو وحشت

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په محاصره شوې غزه کې تر ۵۷,۵۰۰ زیات فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو لاندې ښخ دي.

خو کارپوهان باور لري چې د مړو اصلي شمېر د فلسطیني چارواکو له راپورونو څخه ډېر زیات دی، او اټکل کوي چې ښایي دا شمېر شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته ورسېږي.

د دې نسل وژنې په ترڅ کې، اسرائیلو د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او د دې سیمې ټول خلک یې نږدې بې ځایه کړي دي.

همدارنګه، اسرائیلو د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیولې ده، او یوازې د متحده ایالاتو ملاتړ لرونکې یوه جنجالي مرستندویه ډله ته یې اجازه ورکړې، چې د ملګرو ملتونو د مرستو د کار مخنیوي لپاره جوړه شوې وه او د "مرګ دام" په توګه غندل شوې ده.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی