نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کاناډا او فرانسې په ګرینلینډ کې قونسلګرۍ پرانیستو سره د ګرینلینډ نه خپل ملاتړ تکرار کړ
کاناډا او فرانسې په ګرینلینډ کې نوې قونسلګرۍ پرانیستې، دا هغه ګام دی چې د ارکټیک ټاپو د راتلونکي په اړه د امریکا د نوي فشار په منځ کې، د ډنمارک تر واک لاندې د دې خودمختاره سیمې څخه د ملاتړ په مانا ګڼل کېږي.
کاناډا او فرانسې په ګرینلینډ کې قونسلګرۍ پرانیستو سره د ګرینلینډ نه خپل ملاتړ تکرار کړ
کاناډا او فرانسې په ګرینلینډ کې قونسلګرۍ پرانیستو سره د ګرینلینډ نه خپل ملاتړ تکرار کړ / Reuters
 

کاناډا او فرانسې په ګرینلینډ کې قونسلګرۍ پرانیستو سره د ګرینلینډ نه خپل ملاتړ تکرار کړ او د امریکا ارکټیک هیلې وننګولې.

اوټاوا او پاریس په نوک (Nuuk) کې د ځايي حکومت د ملاتړ لپاره قونسلګرۍ پرانیستې؛ دا ګام د منرالونو څخه د ډکې دې ارکټیک ټاپو په اړه د ټرمپ د ځمکنۍ ادعاوو پر مهال پورته شوی دی.

کاناډا او فرانسې په ګرینلینډ کې نوې قونسلګرۍ پرانیستې، دا هغه ګام دی چې د ارکټیک ټاپو د راتلونکي په اړه د امریکا د نوي فشار په منځ کې، د ډنمارک تر واک لاندې د دې خودمختاره سیمې څخه د ملاتړ په مانا ګڼل کېږي.

دا قونسلګرۍ د جمعې په ورځ د ګرینلینډ په پلازمېنه "نوک" کې په داسې حال کې پرانیستل شوې چې دواړو هېوادونو د ګرینلینډ له ځايي حکومت او له ډنمارک سره د هغې د اړیکو ملاتړ وکړ. کاناډا او فرانسه، چې پر ګرینلینډ د متحده ایالاتو د ادعاوو ښکاره مخالفین دي، خپل ډیپلوماتیک ماموریتونه د ځايي چارواکو په شتون کې په رسمي ډول پرانیستل.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، انیتا آنند، د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: "دا زموږ لپاره د یو هېواد په توګه خورا مهمه ورځ ده، ځکه چې موږ دلته په نوک کې خپله قونسلګرۍ پرانیزو." له دې وینا وروسته د کاناډا بیرغ د اینویټ (Inuit) استازو د چکچکو په منځ کې پورته کړای شو.

دا پریکړه پر ګرینلینډ باندې د متحده ایالاتو د ادعاوو د بیا راژوندي کېدو په ترڅ کې شوې ده. تېر کال سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو راهیسې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ استدلال کړی چې واشنګټن د امنیتي لاملونو له امله د دې ستراتیژیکې او له منرالونو ډکې ټاپو کنټرول ته اړتیا لري. که څه هم ټرمپ له هغه وخت راهیسې د ګرینلینډ د نیولو له ښکاره ګواښونو څخه یو څه شاته شوی، خو ډنمارک او ګرینلینډ دواړو ټینګار کړی چې د دوی ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یوه سره کرښه ده.

له ګرینلینډیانو سره پیوستون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جون په میاشت کې نوک ته د خپل سفر پر مهال د قونسلګرۍ د پرانیستلو پلان اعلان کړی و، چیرته چې هغه له ګرینلینډ سره د اروپا "پیوستون" څرګند کړ او د متحده ایالاتو پر هیلو یې نیوکه وکړه. د فرانسې نوي ټاکل شوي قونسل، ژان نويل پویریر، وویل چې لومړیتوب به یې د ګرینلینډیانو غږ اورېدل او د ډنمارک تر څنګ د ملاتړ بیا تاییدول وي.

کاناډا د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې اعلان کړی و چې د خپلې ارکټیک ستراتیژۍ د پیاوړتیا په چوکاټ کې به په ګرینلینډ کې قونسلګرۍ پرانیزي. څارونکي وايي چې دا نوي ډیپلوماتیک ماموریتونه د ګرینلینډ مخ پر ودې خپلواکي او د نړیوالو اړیکو د پراخولو له لارې پر ډنمارک باندې د خپلې اتکا د کمولو هیلې هم منعکسوي.

 

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .