د ایران په بندر عباس کې درندې چاودنې شوي

د شنبې په ورځ د ایران په جنوبي ښار بندر عباس کې د شهید رجایي بندر کې یوه ستره چاودنه وشوه چې په ترڅ کې په لسګونو تنه ټپیان شوي  دي.

Rajaei port is one of the seaports of Iran. Image: X.com/@iraninarabic_ir / Others

چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې ایران په  عمان کې له امریکا سره د اټومي خبرو درېیم پړاو پیل کړی دی، خو د دې پېښې د لامل په اړه سمدستي معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سیمې د  بحران مدیریت یوه چارواکي دولتي تلویزیون ته ویلي: "دا پیښه  د شهید رجایي په بندر کې په څو کانټینرونو کې د چاودنې له امله رامنځته شوه . موږ اوس مهال ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدوو او د سیمې تخلیه روانه ده."

نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس زیاته کړې چې د بندر فعالیتونه د اور وژنې د چارو له امله ځنډول شوي دي، او د بندر د کارکوونکو  زیات شمېر په پام کې نیولو سره "ډېر احتمال شته چې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

ایراني رسنیو ویلي چې چاودنې دومره زورورې وې چې په څو کیلومترۍ کې د ودانیو  کړکۍ ماتې شوي  دي، او په انټرنیټ کې خپرو شویو ویډیوګانو کې د چاودنې وروسته  ډیر ستر لوګی ښکاري.

په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر په  کمپیوټرونو  سایبري برید شوی وو چې د اوبو لارو او بندر ته تلونکو سړکونو کې یې لویې ستونزې رامنځته کړې وې. واشنګټن پوسټ راپور ورکړی و چې د ایران  ستر مخالف اسرائیل ښایي د دې برید تر شا وي. واشنګټن پوست ویلي وو چې دا  د یوه ایراني سایبري برید د غچ وو چې اسرائیل ترسره کړی وو.