نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان: د اوکراین د راپروژیا اټومي بټۍ ترڅنګ د چاودنو غږونه اوریدل شوي
د ملګرو ملتونو د اتومي څار سازمان (IAEA) وویل، چې د اوکراین په زاپروژیا اتومي بټۍ (ZNPP) ترڅنګ د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي  او له نږدې ځای څخه یې لوګی پورته کیږي .
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان: د اوکراین د راپروژیا اټومي بټۍ ترڅنګ د چاودنو غږونه اوریدل شوي
/ AP

د ملګرو ملتونو د اتومي څار سازمان (IAEA) وویل، چې د اوکراین په زاپروژیا اتومي بټۍ (ZNPP) ترڅنګ د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي  او له نږدې ځای څخه یې لوګی پورته کیږي . دا په داسې حال کې ده  چې د  روسیې  لخوا پر کیف توغندیز برید د ترسره کیدو نه هم خبر ورکړی شوی دی.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې، د دغې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله ویلي: "د اوکراین د زاپروژیا اتومي بټۍ ترڅنګ د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې کاري  ټیم  لخوا  چاودنې اوریدل شوي او له یوه نږدې ځای څخه یې لیدلي چې لوګي ترینه پورته کیږي. د بله پلوه یوې سرچینې ویلي دي چې دا برید د اټومي بټۍ ترڅنګ په یوې ودانۍ شوی دی  ."

په اعلامیه کې راغلي، د زاپروژیا اتومي بټۍ چارواکو ټیم ته خبر ورکړی چې دغه تاسیسات چې د بټۍ له احاطې څخه ۱۲۰۰ متره لرې موقعیت لري، د سهار په ساعتونو کې د راکټونو او ډرون بریدونو لاندې راغلی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سیمې لوګی د غرمې وروسته هم لیدل کیده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه په وروستیو اونیو او میاشتو کې د هغو پېښو یوه برخه ده چې د زاپروژیا اتومي بټۍ کې د روانې جګړې په ترڅ کې د اتومي خوندیتوب خطرونه په ګوته کوي.

په اعلامیه کې د ګروسي له قوله راغلي: "د اتومي بټۍ په شاوخوا کې هر ډول برید – پرته له دې چې هدف یې څه وي – د اتومي خوندیتوب لپاره هم احتمالي خطرونه رامنځته کوي او باید مخنیوی یې وشي. زه یو ځل بیا د اتومي تاسیساتو شاوخوا کې د اعظمي پوځي محدودیت غوښتنه کوم ترڅو د اتومي پېښې د دوامدار خطر مخه ونیول شي."

وروسته، د اوکراین پلازمینې پوځي ادارې د یکشنبې په سهار وختي پر خپل ټیلیګرام پاڼه کې وویل چې روسیې پر کیف د توغندیو برید پیل کړی.

عیني شاهدانو د یکشنبې په نیمه شپه کې له یوې قوي چاودنې څخه خبر ورکړ چې ښار یې ولړزاوه.

 

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې