د امریکا-اسلامي اړیکو شورا په امریکا کې میشتو قانوني مسلمانو کډوالو ته خبرداری ورکړ

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) په امریکا کې قانوني کډوالو ته خبرداری ورکړ چې په دې میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مسلمانانو د سفر د بندیز څخه مخکې بهر ته سفر ونه کړي.

/ AP

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د حکومتي چارو رئیس رابرټ ایس مک کا د پنجشنبې په ورځ وویل: "د دې خطر له امله چې د ټرمپ اداره به پدې میاشت کې د مسلمانانو د سفر لپاره یو نوی بندیز اعلان کړي، موږ هر هغه قانوني دایمي اوسیدونکي او بهرني زده کوونکو، کارګرانو، طبي ناروغان، کډوالو او سیلانیانو ته  چې د هغو هیوادونو اتباع دي چې ممکن د بندیز په لست کې شامل شي  مشوره ورکوو چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې د ډیر جدي اړتیا پرته له امریکا څخه ونه وځي."

مک کا وویل چې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا "په ډاډ سره" نه پوهیږي چې ایا حکومت  به نوی بندیز صادر کړي او کوم کوم هیوادونه به پدې بندیز کې شامل وي.

هغه زیاته کړه: "موږ په امریکا کې هغه کډوال چې د افغانستان، عراق، ایران، لیبیا، فلسطین/غزه، پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن اتباع دي هڅوو چې د نوي بندیز له امله د وروستۍ نیټې تر تېرېدو پورې له نړیوالو سفرونو ډډه وکړي."

هغه وویل، د امریکا-اسلامي اړیکو شورا  د ټرمپ اداره هڅوي چې د ملي امنیت د ساتنې په پلمه د مسلمان اکثریت لرونکو هیوادونو باندې د هر ډول نوي بشپړ سفر بندیز لګولو پلانونو باندې له سره غور وکړي.

د ویلو ده چې ځینو سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په لوی احتمال د راتلوونکې اونۍ یعنې د مارچ د ۱۲ مې نیټې نه په اعتبار سره امریکا ته د افغانستان او پاکستان د وګړو په سفر بندیز ولګول شي.

سرچینو ویلي دي چې د بندیز په لیست کې د نورو هیوادونو نومونه هم شتون لري خو تر اوسه پورې معلوم ندي چې کوم هیوادونه دي.