منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
نتنیاهو غواړي د سیاسي حیات د دوام او تندلارو د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر د غزې ځینې برخې اشغال کړي
د اسرائیلي ورځپاڼې هارتزد یوه راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د ځینو برخو د نیولو یوه طرحه د امنیتي کابینې مخې ته وړاندې کړې ده، څو افراطي ښي اړخي د مالیې وزیر بزالیل سموتریچ له استعفا راوګرځوي.
نتنیاهو غواړي د سیاسي حیات د دوام او تندلارو د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر د غزې ځینې برخې اشغال کړي
/ User Upload

راپور: نتنیاهو د اسرائیلي تندلارو د راضي کولو لپاره د غزې د ځینو برخو د نیولو نیت لري

د اسرائیلو لومړی وزیر هڅه کوي چې د دې سیمې د تدریجي نیولو وړاندیز سره د مالیې وزیر بیزلیل سموتریچ وساتي.

د اسرائیلي ورځپاڼې هارتزد یوه راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د ځینو برخو د نیولو یوه طرحه د امنیتي کابینې مخې ته وړاندې کړې ده، څو افراطي ښي اړخي د مالیې وزیر بزالیل سموتریچ له استعفا راوګرځوي.

ورځپاڼې د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی اخېستل شوی، لیکلي: د نتنیاهو د طرحې له مخې، اسرائیل به اعلان وکړي چې حماس ته څو ورځې وخت ورکوي څو اوربند ته غاړه کېږدي؛ که دا ونه کړي، نو اسرائیل به د ځینو برخو پړاويز ډول نیول پیل کړي، تر هغو چې حماس تسلیم شي.

راپور زیاتوي چې "دغې طرحې د ټرمپ د ادارې تایید هم ترلاسه کړی" او دا د نتنیاهو یو سیاسي چال ګڼي چې غواړي د خپل واکمن ائتلاف ثبات وساتي او سموتریچ خوښ وساتي.

د دې طرحې وخت له هغې سره هم‌ مهاله دی چې په اسرائیلو کې دننه سیاسي کړکیچونو ډېر شوي دي.

سموتریچ پدې وروستیو کې د استعفا ګواښ وکړ، وروسته له هغې چې نتنیاهو ادعا وکړه اسرائیل غزې ته بشري مرستې پرېږدي — سره له دې چې په قصدي توګه د لوږې سیاست روان دی چې محاصره شوې غزه کې یې ویجاړوونکی قحطي رامنځته کړی.

خو سموتریچ د دوشنبې په سهار خپل د استعفا ګواښ بېرته واخیست.

نتنیاهو دواړه وزیران — د مالیې وزیر بزالیل سموتریچ او د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر — ته بلنه ورکړه چې د دوشنبې ماښام د کابینې په غونډه کې ګډون وکړي، وروسته له هغه چې دوی غزې ته د محدودو مرستو د اجازې پرېکړې څخه پخوا بهر ساتل شوي وو.

دا پرمختګونه وروسته له هغې وشول چې اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې غزې ته به محدودې هوايي مرستې ورغورځوي، او همداراز یې د پوځ له لوري یو "محدود محلي تاکتیکي د جګړې ځنډ" اعلان کړ، څو د مرستو کاروانونو ته د تېرېدو زمینه برابره شي.

خو ګڼ شمېر نړیوالو بنسټونو دا ګامونه ناکافي بللي، او دا یې د لوی بشري کړکېچ نه د پام اړولو هڅه ګڼلې.

بشري مرستندویه ادارې او د بشري حقونو ډلې اسرائیل تورنوي چې په غزه کې د ولسي وګړو پر ضد لوږه د یوې وسلې په توګه کاروي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه