تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
دغه وزارت د حوثیانو لخوا د مکې مکرمې د په نښه کولو د هڅې په اړه په یوه لیکلې بیان کې وویل: «موږ د حوثیانو هغه ډرون برید په کلکه غندو چې د مکې مکرمې سپیڅلی ښار یې په  نښه کاوه.»
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې بهرنیو چارو وزارت

«موږ د دغو بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه تکراروو چې سیمه ییز ثبات او امنیت هم تهدیدوي.»

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د حوثیانو له خوا د مکې مکرمې پر ښار د  بې پیلوټه الوتکې (ډرون) برید هڅه وغندله.

دغه وزارت د حوثیانو لخوا د مکې مکرمې د په نښه کولو د هڅې په اړه په یوه لیکلې بیان کې وویل: «موږ د حوثیانو هغه ډرون برید په کلکه غندو چې د مکې مکرمې سپیڅلی ښار یې په  نښه کاوه.»

په بیان کې د سعودي عربستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت نه د تورکیې ملاتړ تایید کړی او له سعودي عربستان سره پیوستون او همبستګي یو ځل بیا روښانه شوې ده.

په بیان کې زیاته شوې: «موږ خپله دا غوښتنه تکراروو ، دا ډول بریدونه  چې سیمه ییز ثبات او امنیت هم ګواښي  باید سمدستي پای ته ورسېږي او له هر هغه عمل څخه ډډه وشي چې تاوتریخوالی نور هم زیاتوي.»

د سعودي په مشرۍ د عربي ائتلاف ویاند جنرال تركي المالکي پرون وویل چې د سعودي عربستان سلطنتي هوایي دفاع ځواکونو د حوثیانو لخوا راتوغول شوی یو ډرون مخکې له دې چې د مکې مکرمې منع شوي هوایي حریم ته ننوځي، کشف او د ښار په سویل کې شنډ او له منځه یوړه.

بل خوا، د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا وکړه چې پر مکې مکرمې د برید ادعاوې حقیقت نلري.

سریع وویل چې پر سعودي عربستان بریدونو کې یوازې د تېلو تاسیسات او پوځي اډې نښه کېږي او زیاته یې کړه چې دوې له مقدسو ځایونو څخه په بشپړه توګه لرې او محتاطه تګلاره تعقیبوي.

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.