نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پولیسو ګڼشمیر همغږي بریدونه شوي.
چارواکو ویلي، بلوڅ بېلتونپالو د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې "همغږي" بریدونه کړي چې لږ تر لږه څلور پولیس پکې وژل شوي دي. دا په دغې ياغي ځپلې سوېل لوېديځه سيمه کې د تاوتريخوالي وروستۍ پېښه ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پولیسو ګڼشمیر همغږي بریدونه شوي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پولیسو ګڼشمیر همغږي بریدونه شوي. / Reuters

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پولیسو ګڼشمیر همغږي بریدونه شوي.

چارواکو ویلي، بلوڅ بېلتونپالو د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې "همغږي" بریدونه کړي چې لږ تر لږه څلور پولیس پکې وژل شوي دي. دا په دغې ياغي ځپلې سوېل لوېديځه سيمه کې د تاوتريخوالي وروستۍ پېښه ده.

پاکستان له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې د بېلتونپالنې له بغاوت سره لاس او ګرېوان دی، چېرته چې وسله وال په دغه له کانونو ډک او له افغانستان او ایران سره پر پوله پروت سوېل لوېديځ ولایت کې پر دولتي ځواکونو، بهرنیو وګړو او غیر ځايي خلکو بریدونه کوي.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي له اې اېف پي خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: "دا همغږي وسله وال او ځانمرګي بریدونه د بلوچستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په کوټه، پښني، مستونګ، نوشکي او ګوادر ولسوالیو کې ترسره کېږي."

هغه د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه ځکه چې له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده: "یوازې په کوټه کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي دي."

په اسلام اباد کې یوه جګپوړي پوځي چارواکي هم دغه بریدونه تایید کړل او زیاته یې کړه چې دا بریدونه "همغږي خو په کمزوري ډول ترسره شوي" وو.

دغه چارواکي د مرګ ژوبلې په اړه له څه ویلو پرته وویل: "دغه بریدونه د ناسم پلان او د اغېزناک امنيتي ځواب په وړاندې د چټکې ماتې له امله ناکام شول."

لږ تر لږه په څلورو ولسوالیو کې څلورو پولیس چارواکو اې اېف پي ته تایید کړه چې وضعیت لا تر اوسه په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې نه دی.

په اغېزمنو شویو ولسوالیو کې د موبایل ټیلیفون خدمتونه ځنډول شوي او تګ راتګ ګډوډ شوی، په داسې حال کې چې په ټوله صوبه کې د اورګاډي خدمتونه هم ځنډول شوي دي.

په صوبه کې تر ټولو فعالې وسله والې بېلتونپالې ډلې، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې)، اې اېف پي ته په یوه استول شوې اعلامیه کې د بریدونو مسؤلیت منلی دی.
دغې ډلې ادعا کړې چې د وسله والو بریدونو او ځانمرګو بمي چاودنو پر مهال یې پوځي تاسیسات، پولیس او ملکي ادارې په نښه کړي دي.

د شنبې ورځې دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پوځ وویل په بلوچستان ایالت کې یې په دوو جلا عملیاتو کې ۴۱ وسله وال وژلي دي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو بېوزلی ایالت دی، سره له دې چې ډېرې ناڅرګندې طبیعي زېرمې لري، او د زده کړو، کارموندنې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د هېواد له نورو برخو څخه وروسته پاتې دی.

بلوڅ بېلتونپالو په وروستیو کلونو کې په سیمه کې پر کارکوونکو ګاونډیو ایالتونو اړوند پاکستانیانو او همدارنګه پر هغو بهرنیو انرژي شرکتونو بریدونه زیات کړي چې د دوی په باور د ایالت شتمني چور کوي.

تېر کال، بلوڅ بېلتونپالو پر یوه اورګاډي برید کړی و چې ۴۵۰ مسافر پکې سپاره وو، چې له امله یې دوه ورځنۍ محاصره رامنځته شوه او په ترڅ کې یې لسګونه کسان ووژل شول.

 

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .