نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
سختو بارانونو په بنګله‌دېش کې له ۱۴۰۰ څخه زیات د روهینګیا کډوالو کورونه زیانمن کړي.
د کډوالو په ۳۳ کمپونو کې د ۵۳ ځمکې ښويدنې راپورونه ورکړل شوي دي.
سختو بارانونو په بنګله‌دېش کې له ۱۴۰۰ څخه زیات د روهینګیا کډوالو کورونه زیانمن کړي.
/ AA

په بنګله دېش کې د کوکس بازار په جنوب ختیځ ساحل کې د سختو مونسن بارانونو له امله د روهینګیا کډوالو له ۱۴۰۰ څخه زیات کورونه زیانمن شوي دي.

په یوازې دوه ورځو کې، په ۳۳ کډوالو کمپونو کې ۵۳ ځمکښویېدنې راپور شوې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دوشنبې په ماښام وویل چې یو کډوال د دېوال د نړېدو له امله وژل شوی، او د رعد او برق له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د سختو مونسن بارانونو په اړه UNHCR وویل چې دا یو ځل بیا د روهینګیا کډوالو د اساسي اړتیاوو اهمیت په ډاګه کوي.

له ۱.۳ میلیونو څخه زیات روهینګیا کډوال د کوکس بازار په ولسوالۍ کې پناه اخیستې ده. د دوی ډېری برخه په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار د پوځ د عملیاتو وروسته دې ځای ته راغلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ موقتي استازې جولیت موریکېیسوني وویل: "په داسې ګڼ مېشت ځای کې د تېزو بادونو، سیلابونو او د لنډمهاله سرپناوو شتون یو خطرناک حالت رامنځته کوي، په داسې حال کې چې د بانس او پلاستیکي ترپالونو څخه جوړې سرپناوې د لا زیات کمزوري کېدو خطر سره مخ دي."

د UNHCR په وینا، د میانمار د راخین ایالت څخه د هدفي تاوتریخوالي او ځورونې له امله نوي راغلي زرګونه روهینګیا کډوال د دې ځای د لا زیات ګڼ مېشتېدو لامل شوي دي.

UNHCR زیاته کړه، د مالي مرستو د کمښت له امله د بشري مرستو رسوونکو وړتیا د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او اړینو تیاریو د بشپړ تطبیق لپاره له خطر سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د استازي ګوین لیوس په وینا، "د دې ډول ناورینونو لپاره چمتووالی نه یوازې اړین دی، بلکې د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي دی." هغه دا خبرې د کوکس بازار له کمپونو څخه وکړې.  

د مونسن لپاره چمتووالی عموماً د مې میاشتې څخه مخکې پیلېږي، خو د مالي کمښت له امله سږ کال دا اقدامات ترسره نه شول.

سږ کال د روهینګیا کډوالو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ګډ ځوابي پلان ۹۳۴.۵ میلیونه ډالره غوښتنه کړې وه، ترڅو په بنګله دېش کې د روهینګیا کډوالو او کوربه ټولنو سره مرسته وکړي، خو یوازې ۲۰ سلنه غوښتل شوې بودیجه ترلاسه شوې ده.

وپلټۍ
چین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د وژل شویو امریکایی پیلوټانو پاتې شوني امریکا ته وسپارل
د ایران د راپور شوي ګواښ له امله امریکا له دویمې بریتانوي هوايي اډې هم خپلې الوتکې وایستلې
د یونان کریټ ټاپو ته نږدې ۱۲ کډوال مړه شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ژغورل شوي دي
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
امریکايي قاضي په واشنګټن کې د ټرمپ د کمان (قوس) جوړولو چارې په لنډمهاله توګه ودرولې
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
مارکو روبیو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره له دندې د استعفا ورکولو پلانونه رد کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری