زیلینسکي ادعا کوي چې پوتین د اوربند پر ځای نوو بریدونو لپاره تیاری نیسي.

زیلینسکي د دوشنبې په شپه په خپله وینا کې وویل: "هیڅ داسې نښه نشته چې روسانو ته د جګړې وروسته حالت لپاره د چمتووالي کوم پیغام ورکړل شوی وي."

/ AA

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ادعا کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوربند پر ځای د "نوو بریدونو عملیاتو" لپاره چمتووالی نیسي.

زیلینسکي د دوشنبې په شپه په خپله وینا کې وویل: "هیڅ داسې نښه نشته چې روسانو ته د جګړې وروسته حالت لپاره د چمتووالي کوم پیغام ورکړل شوی وي."

هغه زیاته کړه چې استخباراتي او پوځي راپورونه ښيي چې پوتین یوازې غواړي له امریکا سره د لیدنې په توګه خپله شخصي بریا وړاندې کړي او بیا د پخوا په څېر عمل وکړي، په اوکراین باندې د پخواني فشار په څېر فشار ته دوام ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې "هیڅ داسې نښه نشته" چې روسیه د سولې لپاره چمتووالی نیسي، او زیاته یې کړه چې د ځواکونو بیا ځای پر ځای کول د نورو بریدونو لپاره د چمتووالي اشاره کوي.

زیلینسکي وویل: "که څوک د سولې لپاره چمتووالی نیسي، نو دا ډول کړنې نه ترسره کوي."

هغه زیاته کړه چې کیف خپلو شریکانو ته د جګړې په ډګر کې د وضعیت، ډیپلوماسۍ، او د روسیې د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکوي.

د الاسکا غونډه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې هغه به په الاسکا  کې په د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړي، ترڅو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

اروپایي مشران د ټرمپ او پوتین ترمنځه په لیدنه کې د یو داسې موافقې په اړه چې ددوې لپاره د منلو وړ نوي د تحمیلولو ویره لري. ویل کیږي  د چهارشنبې په ورځ به زیلینسکي او ټرمپ سره جلا خبرې وکړي.

ټرمپ وویل چې د ځمکې تبادلې باید ترسره شي، خو زیلینسکي دا خبره  رد کړه.

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرز د فرانسې، بریتانیا او نورو اروپایي مشرانو او د اروپایي اتحادیې او ناټو مشرانو ته د چهارشنبې په ورځ د مجازي خبرو لپاره بلنه ورکړې ده.

د مرز دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې د خبرو په مختلفو پړاوونو کې به د روسیې پر وړاندې د فشار د نورو انتخابونو او د احتمالي سولې خبرو اترو د چمتووالي او اړوندو مسایلو په اړه خبرې وشي.