تورکیې، مصر، قطر او امریکا د غزې د اوربند تړون سند لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسرائیل او حماس ترمنځ د بندیانو له تبادلې وروسته د مصر په شرم الشیخ ښار کې د نړۍ د څه باندې شلو هیوادونو د مشرانو په ګډون په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

تورکیې، مصر، قطر او امریکا د غزې د اوربند تړون سند لاسلیک کړ / AP

تورکیې، مصر، قطر او امریکا د غزې د اوربند تړون سند لاسلیک کړ
د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسرائیل او حماس ترمنځ د بندیانو له تبادلې وروسته د مصر په شرم الشیخ ښار کې د نړۍ د څه باندې شلو هیواودنو د مشرانو په ګډون په سرمشریزه کې ګډون وکړ. د امریکا ، تورکیې، مصر او قطر  مشرانو د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه. ټرمپ  دا ورځ 'د منځني ختیځ لپاره یوه لویه ورځ' وبلله.

مصر، قطر او تورکیې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غزې د اوربند په اړه یو سند لاسلیک کړی دی.

دغه سند د دوشنبې په ورځ د مصر په کوربه توب د سرې بحیرې په تفریحي ښار شرم الشیخ کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال لاسلیک شو.

ټرمپ دا ورځ 'د منځني ختیځ لپاره یوه لویه ورځ' وبلله، هغه او د سیمې مشرانو د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغملو او بندیانو له تبادلې څو ساعته وروسته په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

ټرمپ د غزې د اوربند د تړون د لاسلیک په موخه په مصر کې جوړه شوې په نړۍواله سرمشریزه کې چې نږدې شلو هیواودنو  مشرانو پکې ګډون کړی دی  وویل: "دا د نړۍ لپاره یوه لویه ورځ ده، دا د منځني ختیځ لپاره یوه لویه ورځ ده."

ټرمپ د سند له لاسلیک کولو مخکې وویل، "په دې سند کې به اصول، مقررات او ډېر نور شیان واضح شي." هغه دوه ځله ټینګار وکړ چې "دا به دوام وکړي."

د غزې د بیارغونې کنفرانس

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل چې هیواد به یې د اوربند او د یرغملو-بندیانو د تبادلې له تړون وروسته د غزې د بیارغونې په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي.

هغه وویل، "مصر به په راتلونکو ورځو کې له شریکانو سره په همغږۍ د امریکا له سره کار وکړي ترڅو د غزې د بیارغونې لپاره بنسټ کیږدي، او موږ هوډ لرو چې د ژر تر ژره رغونې، بیارغونې او پراختیا کنفرانس کوربه توب وکړو."

السیسي دا هم وویل چې د غزې تړون 'د بشري تاریخ یو دردناک فصل تړي او د منځني ختیځ لپاره د سولې او ثبات یو نوی پړاو پرانیزي.'

هغه زیاته کړه چې دا د سولې لپاره یوه 'تاریخي ورځ' ده چې د دوه-دولت حل لپاره لاره هواروي.