نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې په بېلابېلو بریدونو کې د یو مشر پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه پولیس وژل شوي
پاکستاني چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه اوه پولیس وژل شوي، چې دوه یې د پنجاب ایالت په یوه امنیتي پوسته کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.
په پاکستان کې په بېلابېلو بریدونو کې د یو مشر پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه پولیس وژل شوي
په پاکستان کې په بېلابېلو بریدونو کې د یو مشر پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه پولیس وژل شوي / Reuters

په پاکستان کې په بېلابېلو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه اوه پولیس وژل شوي، چې دوه یې د پنجاب ایالت په یوه امنیتي پوسته کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.

د پنجاب د پولیسو مشر عبدالکریم په یوه بیان کې ویلي، ځانمرګی برید د بھکر ولسوالۍ په یوه پوسته کې شوی دی. پولیس وايي، په دغه برید کې د پولیو ضد ټیم د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون درې ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي و، چې وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی دی. هغه ویلي، په دغه برید کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون لږ تر لږه پنځه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د کوهاټ د ولسوالۍ د پولیسو افسر شهباز الهي په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه برید کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

په تېره یوه اوونۍ کې، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې له وسله والو سره په نښتو او امنیتي عملیاتو کې د یوه لوړپوړي پوځي افسر په ګډون لږ تر لږه ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو او بریدونو کې ۵۳ وسله وال هم وژل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې، پاکستان د ترهګرۍ له زیاتوالي سره مخ دی، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي ځواکونه، د قانون پلي کوونکي او دولتي تاسیسات په نښه کیږي.

اسلام اباد پر کابل تور لګوي چې په پاکستان کې د بریدونو ملاتړ کوي، خو کابل دا تور ردوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښتې له یکشنبې راهیسې وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستان وویل په افغانستان کې یې د "ترهګرو اووه کمپونه او پټنځایونه" په نښه کړي دي. خو د طالبانو اداره وايي، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ